کور / طنز / یو سر نه خلاصوي !

یو سر نه خلاصوي !

دناتو له ښکروره سره دطنز د خبریال مرکه :
– پالیسي مو ناکامه ده !
– نوکامیابه وای!
– موخه مې دا ده ، چې ولي ماشومان وژنئ ؟
– نوبوډا ګان ووژنو!
– ولي بې ګناه ښځې وژنئ؟
– نوبیګناه نارینه مړه کړو !
– تاسو په دې وژنو دنیا ختا باسئ
– نو ځان ختا باسو!
ولي موږ بمباردوئ؟
په دې مشرانو غواړئ ګل باران مو کړو !
تاسو ولي راغي یاست دلته تروریست نسته !
ولي موږ نه یو ؟!
***
له مشره نه پوهیږم تا مشر دی که بالا مشر سره د طنز د خبریال مرکه :
– وايي ستا مرستیال ښه سړی نه دی؟
– نو بده ښځه ده !
– یا زما موخه ده هغه مخ نه لري ؟
– نوشا ونه لري !
– زما مقصد دا دی هغه نورو سره اړیکې لري .
– نو د خپلو سره اړیکې ولري !
– زما موخه دا ده :هغه د نورو د لاس اله ده.
– نو زما د پښو اله سي!
خیر په هر حال زما یوه بله پوښتنه دا ده :
مشره ! ولي په لیوانو رمې ساتې؟
– نو په پسه لیوان وساتم !

– – وايي تا په مصلحت هیوادکباب کړئ !
– نو اووم يې وخورم!
– په دې مصلحتی وزیرانو هیواد نه آبادیږي؟
– نو په دغو در غلو وکیلانو آبادیږي!
– سفیران دی ایرانیان دی!
– نو افغانان وي!
-کارمندان دی نوروته سجده کوي!
– نو ماته یې وکړې!
– وايي ټوله کارمندان مو بډې خور ي !
– نو خټې وخوري !
– وايي وزیران دی مسلکي نه دي ؟
– نو زه مسکی یم!
– پوهان وايي : په تعمیرونو او سړکونو وطن نه جوړیږي؟
– جیبونه خو په ډکیږي!
– دا جانیان ولي نه لیري کوې؟
-اې شوده چې ولس ما لیر ي کړي!
– وايي :تاسو په ارګ کې لکه د هندوانو بت غوندی یاست !
– نو د مسلمانانو مسله سم!
– تاسو ولي سر نه خلاصوئ؟
-چې سر نه خلاصوم نوپښې خلاصوم!
– مننه
-مننه