کور / سپورټي / کريکيټ: افغانستان سريلانکا ته ماته ورکړه

کريکيټ: افغانستان سريلانکا ته ماته ورکړه

د هندوستان په بنګلور ښار کي د افغان محصلينو لوبډلي د سريلانکا هيواد محصلينو ته ماته ورکړه او د قهرمانۍ جام يې ترلاسه کړ.
دغه لوبي چي د نړۍ د مختلفو هيوادونو د محصلينو ترمنځ هر کال ترسره کېږي، سږکال يې پايلوبي ته افغانستان او سريلانکا هيوادونو وتلي وو.
د لوبي په پيل کي ټاس (پچه) افغان لوبډلي وګاټه او د بيټينګ يا منډي جوړولو پرېکړه يې وکړه، چي په ټاکل سويو لسو آورونو کي يې ١٢١ منډي جوړي کړې.
په افغان لوبډله کي د لوبي پرانيستونکى محمدکبير صالحي تر نورو لوبغاړو ښه وځلېدئ، چي په ٢٤ بالونو کي يې ٤٤ منډي وکړې او څلور ښايسته شپږيزي يې ووهلې او د لوبې تر پايه ودرېدئ.
همدا راز په لوبه کي سيف الدين ايوبزي په ١٨ بالونو کي ٥٧ منډي جوړي کړې.
سريلانکا خپل بيټينګ ښه پيل کړ، خو ډېر ژر يې د افغان بالر فريدون طاهريار له خوا درې تکړه لوبغاړي يو په بل پسې وسوځېدل.
سريلانکا د افغان لوبغاړو پر فشار سربېره لوبه دې حد ته وروسوله چي په شپږو بالونو کي يې ١٨ منډو ته اړتيا درلوده او يو ويکيټ يې په لاس کي درلودئ.
په وروستي آور کي سريلانکا يوه شپږيزه او يو څلوريزه ووهله، په پاى کي يې يو بال او شپږو منډو ته اړتيا درلوده، خو د شپږو پر ځاى يې څلور منډي جوړي کړې او لوبه يې وبايله.
د افغان لوبډلي کپتان سيف الدين ايوبزى وايي دا لومړى ټورنمنټ وو، چي د بنګلور په ښار کي افغانانو برخه پکښي واخيسته او د قهرمانۍ جام يې ترلاسه کړ.
افغانستان په دې ټورنمنټ کي ټولي څلور لوبي وکړې چي څلور واړه يې ګټلي دي. دوى د ټورنمنټ په لومړي پړاو کي نيپال، په منځلوبو کي بوتان، په نيمه پايلوبو کي بنګلدېش او په پايلوبه کي سريلانکا ته ماتې ورکړه.
په دې ټورنمنټ کي محمدکبير صالحي د ښه بيټسمن يا ښه منډي جوړوونکي او سيف الدين ايوبزى د ښه بالر په ايوارډونو ونازول سو.
د افغان لوبډلي روزونکي او منيجر فيض الرحمان حميدي وايي د پايلوبي ګټل يې د ژوند تر ټولو ښه خاطره ده.