د لیبا مظلوم ولسونه دلویدیځ دګټوښکارشول

د لراوبر اداره | اپریل 4th, 2011


دکومې ورځې راهیسې چې نړیوال کفرې ځواک پر لیباهواېې بریدونه پیل کړی، په لسګونه بې ګناه انسانان ووژل شول ، کورونه ېې ورړنګ کړل ،ورځنې دژوند سیستم ېې په ټپه ورته ودرواه، خپلې سیمې پریښودلوته اړیستل شول اونور داسې ګڼوستونزو اوننګونوسره مخ شول …
دددی سترجنایت ترشاه دچالمسون دی ؟داڅوک دی چې مسلمان ېې دنړۍ پرمخ نه دی خوښ ؟ددی پوښتنې اودیته ورته نوروزیاتوپوښتنوځواب دلمرپه څیرهرچاته روښانه دی داستردښمن هرڅوک ښه پیژنې داچې ځان ترې نشې خلاصولې داجلاخبره ده!چې هوښیارې اوځیرکتیا غواړی.


لویدیځ دعربې نړۍ دنفتې ذخیرو غل دی، هغوې چې د مذهب او دین په نوم بل هیڅ هم نه پیژنې ، ددی لپاره مسلمان هم دځمکې له سره ورکوی چې دویته مخه پرانیستل شی اوهغه خنډونه اوموانع له منځه ولاړل شې، چې د دوی پرمخ پراته او د دوی ګټوته خنډ وی ،ترڅو دوی په آسانه سره وکولای شی داسلامې نړۍ په طبیعې زیربناوواودتیلوغنې ذخیروباندی خیټه واچوې اودځان په منفعت هرڅه  مدغم کړی،په اسلامې هیوادونوکې لاسپوڅې واکمنان اورهبران وګماری،ويښ ولسونونه د بې مانا ډیموکراسې په بې مانا شعارونو وغولوی چې داړتیا  پرمهال ورځنې ګټه پورته کړی، د دوی ګټې وساتې، بل لورته هغه ځواک چې د دوې مخې ته دریږی وځپې په یواوبل نوم یې دميډیا خولې ته ورکړي میډیا خولادمخه د دوی په لاس کې ده.


چې ډرامې ورپسې جوړیږی،اوپه آسانې سره یې د دوی کومې ته واچوی، او دوی خپلوموخوته ورسوی . په اسلامې نړې کې چې هرورځ د دوی دګټولپاره په سلګونه خلک خپل ژوند له لاسه ورکوی، دویته دافق له سره ګوری او ننداره ېې کوی دهغوی دوژنې زورونې ځنې خوند اخلې لکه دبیلګې په ډول امریکایی سرتیرودوژنې یوې ډلې دملکې افغانانودوژنې ځنې لذت اخیسته، خوکله چې تقدیر د دوی پرخواپریکړه وکړی بیا دبشری حقونو تش په نامه شعارونه زمزمه کوی.


دلیباروان حالت به بیا ځلې دا خبره په اثبات ورسوی چې لویدیځ اودهغې متحدین څومره بشردوسته او دانسانانوخواږی دی، څومره ېې پرانسانیت زړه خوږیږی، دهغوې جنګې الوتکې دیوآزاد هیواد پرخاوره هره ورځ بمونه غورځوی هلته خلک وژل کیږی، بشریت له منځه ځې،ژوند یې له منځه ځې آیا هغوې ته دا ارزښت لری چې ژوند وکړې که نه دا ارزښت لرې چې دمعمرالقذافې حکومت ړنګ شی د ولسواکۍ ډالۍ ورته راشی دوی په ولسواکۍ اخته کړې او دوی بیا پرآسانې سره پرنفتې ذخایروخېټه واچوی ؟هرچاته ژوند ښکلې دی او اهمیت ورته لری مګر غرب دخپلوګټواوتیلودڅاګانو مهارکولو لپاره ورته دډیموکراسۍ ډالۍ راوړی ورته واېې مونږپریږدی چې خپلې ګټې ترلاسه کړو تاسې به دکلونو کلونو د ډکټاټور قذافې دشر څخه خلاص کړو،مونږ ګوور څومره دانسان په څیره شیطانان، دوی تل خپلې وسلې اوجنګې اوزار پراسلامې هیوادونو اودهغوې پرخاوره ازمایې داکومه نوې خبره نه ده.خوبل لورته په لیباکې ځینې غولیدلې باغیان چې د خپل مړینې په برخلیک هم نه پوهیږې چې د دوی وینه دڅه لپاره دچالپاره توییږی! دغرب دګټولپاره د خپل ولس وینې خورې،خپلې خپلواکۍ د نورو دګټولپاره دخارو سره خاورې کوی، دوی پردی نه پوهیږې چې که یوقذافې له منځه ولاړشی بل داسې واکمن به دچاله لوری پرې مسلط شي چې په تیرولسمشربه شکر وباسې.


پراسلامې نړۍ دروان ناورین اوغمییزې دحل لاره دټول اسلامې امت کوشیرول اویوموټې کیدل، او دنیاېې لذتونوڅخه رواتل اودمرګ سره مېنه ده ، که عرب دغفلت له خوبه راویښ نه شی دغلامې حلقه له غاړې لیرې نه کړې دخپلوغنې طبیعې زیرمو سره سره به دلویدیځ ښکیلاک په لومه کې لوییدلې وی اودنجات لیاره به ځنې ورکه وی.

Copyright Larawbar 2007-2024