د پاکستان صدراعظم سبا کابل ته راځي

34 | اپریل 15th, 2011


ټاکل سوې ده چي سبا د شنبې په ورځ د پاکستان صدراعظم سيديوسف رضا ګيلاني افغانستان ته په يوه ورځني سفر راسي.
ښاغلى ګيلاني د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي په رسمي بلنه کابل ته راځي او دلته به له افغان ولسمشر سره د افغانستان او پاکستان د اړيکو په باب خبري وکړي.
له صدراعظم ګيلاني سره په دې سفر کي د پاکستان لوى درستيز جنرال پروېز اشفاق کياني او د استخباراتو رئيس جنرال شجاع پاشاه هم ملګري دي.

Copyright Larawbar 2007-2024