احمدزى: كندهاري،كركټ لوبغاړي الهي استعدادلري.
د کرکټ بورډ تخنيکي منيجر رئېس احمدزى وايې چي په کندهار کي د کرکټ لوبغاړي د اِلَهي استعدادونو څخه برخمن دي.
رئېس احمدزى چي دهيواد د کرکټ ملي لوبډلي له دوو نورو اَل راونډرانو نبي عيسى خيل او سميع الله شينواري سره يوځاى د۳ ورځوپه موده كې دكندهار له سلو څخه زياتو کرکټ لوبغاړو ته ددې لوبي لومړني تخنيکونه وښودل او هغوى ته يې د فټنس يا ځان ساتني په اړه روزونه ورکړه.
احمدزي خبريالانوته وويل (( د کندهار په اړه مي له راډيو او ټلويزون څخه ډېر څه اورېدلي او ليدلي وه خو اوس چي دلته ګورم له هغه څه سره چي ماليدلي ډېر فرق لري، د کندهار خلک تر هغه ډېر مينه ناک، سوله خوښوونکي، له جنګه بېزار، ميلمه پال او له اِلَهي استعداد څخه برخمن دي)).
هغه زياته کړه (( ما له کندهاري ځوانانو سره دوې ورځي پر لومړنيو تخنيکونو او فټنس باندي کار وکړ، ما دلته داسي استعدادونه وليدل چي ډېر يې حيران کړم، زه په چيلنج سره ويلاى سم چي کندهار به د څو کلونو په اوږدو کي ملي لوبډلي، الف لوبډلي، ١٩ کلنو لوبډلو، ١٧ کلنو او همداراز د ١٥ کلنو لوبډلو ته يو نه بلکه څو-څو لوبغاړي ورکړي او د اوسني، نوروز، حميد، نبي او سميع ملا به ور وتړي او خلاوي به يې ډکي کړي)).
دكندهاردكركټ لوبغاړي وايې چې ديوه مناسب لوبغالي دنشتون له كبله يې تمرينونه تل له خنډسره مخ وي .
له كله چې افغان كركټ بازانودنړۍ په كچه خپل هيوادته ستري برياوي په برخه كړې ،په درست هيوادكې يې مينه وال پيداكړي .