کور / سپورټي / د رسنيوترمنځ د کرکټ سيالۍ د ولس غږ راډيو لوبډلې وګټله

د رسنيوترمنځ د کرکټ سيالۍ د ولس غږ راډيو لوبډلې وګټله

د رسنيو د کرکټ لوبډلو ترمنځ د کرکټ سيالۍ چې په خوست ولايت کې د شاهين سپورټس لخوا تېره اونۍ په لاره اچول شوې وې، د ولس غږ راډيو په بريا سره پاى ته ورسېدې.
په دې ټورمنټ کې دخوست ولايت د ځايي رسنيو ولس غږ راډيو، خوست تلويزيون ، د سولې پيغام راډيو او غرغښت تلويزيون لوبډلو ګډون کړي وو.
ددې سياليو پاى لوبه تېره ورځ د ولس غږ راډيو او د سولې پيغام راډيو د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د ولس غږ راديو په ګټه پاى ته ورسېده.
د پاى لوبې چې په دولسو اورونو مشتمله وه، پچه يا ټاس د سولې پيغام راډيو وګټله او لومړى يې پخپله د بيټنګ يا توپ وهلو پرېکړه وه،
د سولې پيغام لوبډلې په دولسو دورونو کې د ټولو لسو لوبغاړو په سوځېدو ١١٢ منډې جوړې کړې او د ولس غږ راډيو لوبډلې ته يې د ١١٣ منډو هدف وټاکه.
د ولس غږ راډيو لوبډلې دغه هدف ته په ډېرې اسانۍ سره په لسم اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځیدو سره ځانونه ورسول او ددغې سیالی جام یې وګاټه.
نه يواځې ددې ټورنامنټ سياليو ته دنندارې لپاره سلګونه کسان ميدان ته راتلل، بلکې ددغه ټورنامنټ دټولو لوبو صورت حال د ولس غږ او سولې پيغام راډيو ګانو لخوا په ژوندۍ بڼه خپرېده او په ټول خوست ولايت کې لسګونو زرو مينه والو لخوا اورېدل کېده.
د پاى لوبې په پاى کې د ټورنامنټ د مسوولينو لخوا پر لوبغاړو کپونه، مډالونه او انعامونه ووېشل شول .
د يادولو وړده ،چې په خوست ولايت کې دا لومړى ځل و، چې د رسنيو ترمنځ دا ډول سيالۍ تر سره او له دې وروسته به هم په خوست ولايت کې ديو شمېر نورو رسنيو په ګډون يو بل پراخ ټورنامينټ په لاره واچول شي.