کور / تازه خبرونه / افغان کلتور د نړۍ په ۲۵ هېوادونو کې لمړی مقام وګاټه

افغان کلتور د نړۍ په ۲۵ هېوادونو کې لمړی مقام وګاټه

د اسلام آباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې له یوې اونۍ را په دیخوا کلتوري نندارتون روان ؤ، چې د نړۍ له پنځه ویشتو هېوادونو څخه څه باندې ۴۰ کلتورونو پکې سیالي تر سره کړه، افغان محصلینو هم خپل تاریخي آثار، جامې، کتابونه، انځورونه، خوراکونه، او یو شمېر ملي لباسونه نندارې ته وړاندې کړل، چې په دغه پوهنتون کې د کلتوري نندارتون د اونۍ د ځانګړي کمیسیون لخوا چې یو شمېر عرب او پاکستاني استادان او کلتور پوهان یې غړیتوب لري، افغان کلتور ته لمړي مقام ورکړ شو. په دغه نندارتون کې د پاکستان د مختلفو پرګنو د کلتورونو تر څنګ د سعودي عرب، ایران، چین، اندونېزیا، مالیزیا، سومال، نیجر، سوډان په ګډون د نړۍ ۴۰ کلتورنو تر منځ سیالي تر سره شوه. دا لمړی ځل نه دي چې په دغه نړیوال پوهنتون کې افغان کلتور دا مقام تر لاسه کوي، تېر او وړم کال یې هم لمړی مقام خپل کړی دي. د یادونې وړ ده چې په دغه پوهنتون کې د نړي له ۵۰ هېوادنو څخه د زرګونو محصلینو تر څنګ ۶۵۰ افغان محصلین په لوړو زده کړو بوخت دي.