نړیوال ځواکونه: دالقاعده شبکی مهم غړی وژل شوی
په افغانستان کی میشتو نړیوالو ځواکونو ویلی دی چی پدی هیواد کی یی د القاعده شبکی یو مهم غړی وژلی دی.
فرانس پریس خبر ورکړی، چی د القاعده شبکی یو مهم غړی ابوحفس ال نجدی چی په عبدالغنی مشهور وو، او د سعودی عربستان تبعه وو،د اپریل په دیارلسمه نیټه، د نړیوالو ځواکونو په هوایی برید کی په کونړ ولایت کی وژل شوی دی.
ویل کیږی د القاعده شبکی، وژل شوی مهم غړی چی په افغانستان کی د لویو پیښو د سمبالولو مسول بلل شوی وو له څه مودی راهیسی د ایساف ځواکونو تر تعقیب لاندی وو.