چارواکی: نامعلومو وسله والو دری ښځی وژلې
د کونړ چارواکی وایی ، چی تیره شپه د ماڼوګۍ ولسوالۍ په پشد سیمه کی دری ښځی وژل شوی دی.
د کونړ امنیه قوماندانۍ مرستیال مل پاسوال،عبدالصبور الله یار وایی، چی دغه ښځی تیره شپه په خپل کور کی د نا معلومانو وسله والو لخوا وژل شوی.
نوموړی وایی دوی معلومات نلری، چی دغه ښځی د شخصی دښمنۍ له امل وژل شوی او کنه د مخالفینو لخوا.
ده وویل، چی د پیښی په تړاو څوک ندی نیول شوی.
د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وژل شوی میرمنی څلور ښیی خو پدی پیښه کی د خپلو کسانو لاس لرل ردوی.