حکومت:په نږدی راتلونکې کې سرپرست وزیران ولسی جرګی معرفی ته کوو

اسدالله زړه سواند | اپریل 26th, 2011


افغان حکومت وایی په پام کی لری چی یوشمیر سرپرست وزیران ولسی جرګی ته د باور رایی د تر لاسه کولو لپاره ور معرفی کړی.

د ولسمشر ویاند وحید عمر ددوشنبی په ورځ یوی خبری غونډی ته ویلی، چی دوی چمتو دی په نږدی راتلونکی کی سرپرست وزیران ولسی جرګی ته د باور رایی د اخیستلو لپاره ور وپیژنی.

افغان حکومت د ولسی جرګی تیر پړاو ته څو ځله د کابینی غړی د باور رایی لپاره ور وپیژندل ،خو ولسی جرګی یی ډیر کم شمیر ته د باور رایه ورکړه.

اوسمهال دافغان حکومت د کابینی اوه وزیران د سرپرست په توګه دنده تر سره کوی.

Copyright Larawbar 2007-2024