سوداګر: پاکستان مو بیازرګونه کانټینر مالونه ایسارکړي
د افغان دولت له پرله پسې هڅو سره سره د پاکستان په کراچۍ بندر کې لا هم د افغان سوداګرو په زرګونو کانټینره هیسار پاتې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ اوصنایعو خونې مرستیا خان جان الکوزی، نن ازادی راډیو ته وویل، چی د پاکستان دی اقدام د هیواد په بازارونو کی د خوراکی توکو بیې په سلو کی پنځلس لوړې کړي.
شاوخوا درې اونۍ مخکې دافغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر پاکستان ته د خپل سفر په پای کې اعلان وکړ، چې ددې ستونزې د هواري لپاره له پاکستاني چارواکو سره موافقې ته رسیدلي.
خو د افغان سوداګرو په وینا دا ستونزه لا هم په خپل ځای موجوده ده، چې هره ورځ د ډیمرج د لګښت له کبله مالي زیانونه وړ اوړي.