د زندانیانو د بیرته نیولو په اړه د طالبانو غبرګون

ډاکټر نثار احمد صمد | اپریل 27th, 2011


د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی رسنیو ته ویلی چی زموږ لخوا د کندهار د لوی محبس څخه د ۵۴۱ طالبانو د ژغورنده آزادولو څخه کابل او د هغه بهرنیو ولینعمتیانو ته نه جبرا کېدونکې شرمندګي اوښتې ده او د کندهار محلی چارواکی په سرځوړۍ سره ادعا کوی چی ګواکی څه نا څه ۶۰ بندیان یې بیرته نیولي دي او د هغوی نیونه ځکه ګواکی آسانه ده چی د ( بایو میټریک ) په سیسټم کی ثبت سوي دي .
احمدی زیاتوی چی د رویټر د خبر له مخی امریکایی پوځ وویل چی موږ ځکه د تښتېدلو طالبانو د تعقیب یا نیولو اقدام ونکړ چی دولت دغسی غوښتنه نه ده راڅخه کړې . نو دا چی امریکایانو اقدام نه دی کړی ، داخلی پوځیان به څنګه جرأت وکړای سی چی زموږ سره پنجه نرمه کړی ؟!
احمدی زیاتوی چی بیو مټریک سیسټم خو یوازی د امریکایانو سره خوندي دﺉ او افغانانو ته یې لاس رسي نسته ، او بل دا چی آزاد سوي طالبان داسی ژر ښار ته نه داخلیږی چی هغوی یې ونیسی . نو ځکه دا هر څه خندونکي درواغ دي .
قاری یوسف احمدی زیاتوی چی چارواکي د خپلو بادارانو د خوشالولو په خاطر دغسی جعلی تبلیغات کوی او بېګناه انسانان نیسی او ساختګی اعترافات په کوی .
احمدی زیاتوی چی نو ځکه موږ د بې طرفه او آزادو رسنیو څخه جدی غوښتنه کوو چی د دې سرځوړیزه تبلیغاتو لپاره د هغوی څخه ثقه شواهد او سپیناوﺉ وغواړی داسی نه چی د هغوی د بې اساسه تبلیغاتو تر اغیزې لاندی راسي او استعمال یې کړی .
احمدی په پای کی وایی چی موږ د بیرته نیولو دغه درواغجنی آوازې په کلکه ردوو او ملت ته ډاډ ورکوو چی د ۵۴۱ آزادو سوو طالبانو څخه حتی یو نفر هم نه دی نیول سوﺉ بلکی ټول صحی سلامت په آزادو سیمو کی اوسیږی .

Copyright Larawbar 2007-2024