دګناهونوکفاره

64 | اپریل 27th, 2011


فيصله مې دتقدير ده،څه چاره ده
چې له ګران وطن مې،ليرې ګوزاره ده

زه بې ساه،دلته راوړی زمانې يم
ساه مې،ګران وطنه!لاهم ستاکره ده

دلته اوسم،مينه هلته رانه پاتې
لاهملته،دوطن په کور،ديره ده

چې مې ځان دخپلې ساه سره يوځای شي
ګران وطنه !لاخوهيله راسره ده

زه چې ليرې له تااوسمه وطنه
له ژوندون مې جوړه شوی،مسخره ده

دغرورلښکر مې،دلته ماتي وکړه
له شهيد غيرت مې،ډکه هديره ده

دوياړونو، جنازې مې پکې اوسي
دلته ژوندمې،دوياړونومقبره ده

نورقيام ته،دلته ژوندکې ثواب نشته
دلته ژوند، دګناهونو، کفاره ده

Copyright Larawbar 2007-2024