کور / کیسه / ته زما مينه

ته زما مينه

کله چې د خپل خيالونو دونيا کې ډوبه شمه سترګې مې د شينکې اسمان په لوری وي د شنه اسمان په لمن کې د ګڼوستور مينځ کې ته راته د سهار سترګه شی او کله چې د راکي د غرو لمونو ته سترګې واړومه نو هلته هم ته د شپونکی د شپلۍ اواز او د کوچيانې پيغلې انداز کې د دنګو غرونو تر شا مې سترګوته د لمر په وړانګو کې اشارې کوی
هره شيبه ته را په ياد يي لکه چې د کوډګر کوډوکې زما ټول خيالونه دی ماصره کړيدي کله چې د پسرلي په ننداره کې د طبعيت ښکلا ګانو ته ځيرشمه هلته هم ستا د ښايست جلوې په اشارو وي ستا د ښايست د رنګينونه ښايسته ګلونه مې خپل ننداری ته را بولي د سر ګردان ژوند په هنداره کې تل ستا تصوير ګورمه يو داسی تصوير چې د مات شوي چوکاټ د شيشی تر شاه زما د ژوند په هندارې کې بيا هم ته د نړۍ په ډير ښايستونو کې ښايسته ښکاری اوستا ښکلا بی ساری ښکاري
هو ته مې روح يي
ته مې د زړه ارمان يي
ما پرتا زړه بايللې
او ته زما مينه
زما ګران افغانستان يي!!!