ناټو ومنله چي افغان پيلوټ يې شپږ افسران ووژل

د لراوبر اداره | اپریل 27th, 2011


ناټو ومنله چي د افغان پيلوټ لخوا يې د کلاشينکوف پذريعه شپږ افسران وژل سوي دي ، پېښه هغه وخت رامنځته سوه چي ددوی تر منځ خبري په تاوتريخوالي بدلي سوې ، د بهرنيانو په متقابلو ډزو کي افغان پيلوټ هم ووژل سو . طالبانو ادعا کړېده چي ددوی يو انډيوال په پوځي يونيفورم کي د کابل د هوايي فرقې د سوق اوادارې دفتر ته ننوتلی او د غونډي پر مهال يې پر برخه والو بريد کړی دی خوافغان دولت د طالبانو دا خبره نه مني او د افغان پيلوټ نوم هم نه دی ښوول سوی .

Copyright Larawbar 2007-2024