په امریکا کی شدید توپان ۸۵ کسان ووژل

ډاکټر نثار احمد صمد | اپریل 28th, 2011


اسوشیټیډ پریس راپور ورکوی چی د امریکا په الاباما او نورو ایالتونو کی سختو توپانونو او دوړدوړکو ډیر کورونه او د کاروبار مرکزونه ، دفترونه ، ودانۍ ، د برق او تلیفون لاینونه ، فارمونه او هر څه محوه کړي او لږ تر لږه ۸۵ کسان یې وژلي دي . راپور وایی چی دغو توپانی څپو د کورونو چتونه او هر څه داسی الوزول لکه مرغۍ په هوا کی . راپور زیاتوی چی د ملیارډونو ډالره نقصان پیښ سوﺉ دی .
اوس زیاتره دغه ښارونه تلیفون او بریښنا نلری او خلک په وحشت کی شپې سبا کوی او د طبیعی څپیړو سره مخامخ دي .
یوه میاشت مخکی هم کټ مټ توپانوا دوړدوړکو ۴۸ کسان وژلي او د سلګونو ملیونو ډالرو زیان یې اړولی و .

Copyright Larawbar 2007-2024