په ختيځ كي يو بهرنى ووژل سو

عطاالله محمدي | مې 3rd, 2011


د ڼاټو ځواكونو يوه خپره سوې خبرپاڼه چي يوه كاپي يې لراوبر ته هم رارسېدلي ليكي چي د افغانستان په ختيځ كي د ماين چاودني يو بهرنى عسكر وواژه . په خبرپاڼه كي د وژل سوي سرتيري هويت او د وژل كېدو څرګند ځاى نه دئ په ډاګه سوى .
د دا مى په مياشت كي لومړنى بهرنى دي چي په افغانستان كي وژل كيږي .
د يادوني وړ ده چي د اپرېل په مياشت كي ۴۵ بهرنيان په افغانستان كي وژل سوي ول .

Copyright Larawbar 2007-2024