امريکا په پاکستان کي سفارت او کونسلګرۍ بندي کړې

34 | مې 3rd, 2011


په اسلام آباد کي د امريکا له سفارت څخه خپره سوې خبرپاڼه وايي چي د سفارت او کونسلګريو دروازې د عامو خلګو پر مخ بندي دي.
خبرپاڼه وايي د امنيتي مشکلاتو د مخنيوي په خاطر تر نامعلوم وخت پوري د اسلام آباد سفارت، دلاهور، کراچي او پېښور کونسلګرياني تړلي دي.
امريکايي سفارت وروسته له هغه دغه ګام اخيستى چي وړمه شپه اسلام آباد ته نيژدې په ايبټ آباد ښار کي د القاعدې مشر اسامه بن لادن د امريکا د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کي ووژل سو.

Copyright Larawbar 2007-2024