کور / تازه خبرونه / زرداري: د پاکستان معلومات د بن لادن د مرګ سبب سو

زرداري: د پاکستان معلومات د بن لادن د مرګ سبب سو

امريکايي رسنيو د پاکستان د ولسمشر آصف علي زرداري يوه مقاله خپره کړې ده چي نوموړى وايي پاکستان له امريکا سره د اسامه بن لادن په وژلو کي غټه مرسته کړې ده.
آصف زرداري ليکلي چي پاکستان د بن لادن د ارتباطي کس په هکله معلومات ترلاسه او امريکا ته وسپارل چي وروسته د همدې معلوماتو پر بنسټ بن لادن ووژل سو.
زرداري ويلي د پاکستان د دوه مخي توب ادعاوي ناسمي دي او هيڅ داسي سند نسته چي د پاکستان دوه مخې پاليسي ثابته کړي.
نوموړى ليکي چي د پاکستان او امريکا لس کلنه همکاري د دې باعث سوه چي د القاعدې مشر بن لادن ووژل سي.
آصف زرداري په خپله مقاله کي ادعا کړې چي بن لادن دوه واره د بېنظيربوټو د ترور هڅه کړې وه.