کور / تازه خبرونه / د اسامه په باب مضامين تر ١٥ ميليونه ته ورسېدل

د اسامه په باب مضامين تر ١٥ ميليونه ته ورسېدل

د فېس بوک ادارې ويلي چي د اسامه بن لادن تر مړيني وروسته د هغه په باب په فيس بوک کي شاوخوا پنځلس ميليونه تبصرې او مضامين خپاره سوي دي.
فيس بوک ويلي چي دغه تبصرې د هغه د مرګ تر اعلان ٢٤ ساعته وروسته شمېرل سوي دي.
همدا راز د پاکستان د جنګ ورځپاڼي خبر ورکړى چي د نړۍ په چاپي او انلاين خپرونو کي د بن لادن په هکله تر ٧٠٠٠٠ ډېر راپورونه چاپ او پر ليکه سوي دي.