کور / تازه خبرونه / وينزويلا: امريکا دي له افغانستان او عراق څخه ووزي

وينزويلا: امريکا دي له افغانستان او عراق څخه ووزي

د لاتين امريکا د وينزويلا حکومت پر امريکا باندي ږغ کړى چي ژر ترژره له افغانستان او عراق څخه ووزي.
د وينزويلا د خارجه چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کي ويلي چي که د بن لادن مړينه رښتيا وي، نو امريکا ته په افغانستان او عراق کي د پاتېدو هيڅ پلمه نسته او بايد ژرترژره دغه هيوادونه خوشي کړي.
وينزويلا ويلي چي د تروريزم شکست په ترويزم باندي نه کېږي او امريکا بايد له دې هيوادونو څخه ووزي.