کوټه: هزاره ټاون کښي د راکټ بريد ۶ اولسي وګړي په شهادت ورسول

مالک اڅکزی - کوټه | مې 6th, 2011


نن سهار دجنوبي پښتونخوا مرکزي ښار کوټي په هزاره ټاون بروري کښي د ترهګري بريد له عمله د يوې ښځي په شمول ۶ تنه شهيدان او ګڼ شمير زخميان سول۔ راکټ حمله سهار له وخته د ځاي وخت ۶:۳۰ بجې وسوه۔ د ځايي شاهدانو په وينا چي حمله کوونکو ډير په لوي زړه اول راکټي بريد او بيا يې په ولاړو خلګو د ټوپکو ډزي وکړې۔ او ډير په هوسا باندي له حملې کولو نه پس و تښتيدل۔

د پيښي په زد د قام پرست ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټي خپل سخت غبرګون ښولي دي او په خپله خبر پاڼه کښي يه زياته کړيده چي د پاکستاني استخباراتو د ناروا او توسيع خوښونکي سياست له عمله زموږ ټول وطن د مرميو او وينو سره مخ او په لکونو افغانانو او دلته په خاصه توګه د پښتونخوا وطن وګړو خپل ژوندونونه له لاسه ورکړل۔ او ددې دولت استخباراتي څانګي نن هم زموږ له وطن او خاوري نه په کراره نه کښيني او زموږ په اولسي جرګو، عبادت ځايونو، جلسو، بازارو باندي ترهګري بمي بريدونه کوي۔ ګوند د بروري روډ په هزاره ټاون کښي د هزاره خور او ورڼو په شهادت غمرازي ښکاره کړه او زياته کړيده چي سبا په کوټه ښار کښي هر راز کار بند وي۔

Copyright Larawbar 2007-2024