طالبان : د بن لادن وژنه به مقاومت نور هم وهڅوی

ډاکټر نثار احمد صمد | مې 6th, 2011


اسوشیټیډ پریس او نور نړیوال آژانسونه لیکی چی طالبانو خبری رسنیو ته یوه اعلامیه لیږلې او په هغه کی یې ویلی چی د اسامه بن لادن مړینه به د امریکا او ناټو پر ضد روان مقاومت نور هم تشویق کړی او صفوف به لا پسی غښتلی سی او راتلونکي جریانات به دا په اثبات ورسوی .
اعلامیه وایی چی طالبانو په ۱۹۸۰ لسیزه کی د شوروی یرغلګرو پر ضد د بن لادن قربانۍ ستایلی دي او زیاتوی چی که هر څوک په دې فکر دي چی د هغه مړینه به روان مقاومت کمزوره کړی ، اصلأ تیر وتلی دي او تیرو لسو کالو وښودل چی دلته زور آزمایی او شیطانی حربې نه دي کامیابه سوي .
اعلامیه زیاتوی چی بن لادن د صلیبی او صهیونیسټی تجاوزاتو پر خلاف یو نه ستړﺉ کېدونکی مبارز و او د هیڅ ډول قربانیو څخه یې ډډه نه وه کړې او نوم به یې په تاریخ کی تلیاد وی .
خبر زیاتوی چی دا د بن لادن تر وژلو وروسته په دې هکله د طالبانو لومړنی غبرګون دی .

Copyright Larawbar 2007-2024