طالبانو د کاناډایی اسیر ویډیو خپره کړه

ډاکټر نثار احمد صمد | مې 10th, 2011


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلی چی کله مو څو میاشتی مخکی په غزنی کی یو کاناډایی ( روت فورډ کولین مک کنزی ) نیولی و ، نو ویلی مو وه چی ښایی هغه جاسوسی فعالیت کاوه . خو اوس د تحقیقاتو څخه ورسته او د شواهدو پر بنا ثابته سوه چی هغه په رښتیا هم جاسوسی فعالیتونه کول .

ذبیح الله زیاتوی چی موږ هغه مهال هم کاناډا ته د قضیې د حل شرایط وړاندی کړي وو ، خو اوس د وروستي ځل لپاره کاناډا ته خبر دارﺉ ورکوو چی د هغه د خلاصون په غرض عاجل اقدام وکړی ، که نه محاکمه به یې کړو .
طالبانو د کولین ویډیو هم خپره کړې ده .

Copyright Larawbar 2007-2024