هلمند : د ٢ وسله والو قوماندانانو د وژلو خبر ورکړل سو

عطاالله محمدي | مې 9th, 2011


د هلمند ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه په يوه رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د دې ولايت د شاول د دښت په سيمه کي د يوه هوايي بريد په پايله کي د وسله والو طالبانو دوه وتلي قوماندان وژل سوي . په خبرپاڼه کي د قوماندانانو نومونه هر يو ملا احسان الله مشهور په مجاهد او ملا هاشم ياد سوي .
خبرپاڼه ليکي چي نوموړو قوماندانانو په دې سيمه کي په بريدو او ، د ماين په چاودنو او نورو کي فعاله ونډه لرله .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024