په کندهار کی د طالبانو کودتا:

د لراوبر اداره | مې 8th, 2011


می ۲۰۱۱،۰۹
مونږ ته د پښتو استاد ابراهیم همکار د ډوډی خوړلو چل ښودلی وو. ده ویل چی هلکانو کله چی هم کوم ځای ته د میلمستیا لپاره د عوت شولی نو هغه څه مه خوری چی هره ورځ یی خوری، یا یی په کور کی خوری. هغه څه خوری چی درته نوي وي او یا هم یی روزمره نه خوری هغه بیا خوری. ښه مشوره وه. یوه ورځ د ریاضی استاد شاماز خان صیب هم مونږ ته مشوره راکړه. ده ویل چی که له چا سره مو جنګ شو او کسان ډیر وو، نو تاسی یو راونیسی ځکه چی ټولو ته خو د تاسی وس نه رسیږي، او یا له ټولو سره ډغری نشی وهلی. هماغه یو ښه ګدلی کړی.. ده هم د کمال خبره کړیوه. طالبانو ته هم لکه د استاد شاماز خان مشوره چا رسولی دی. دوی هم له دی تکتیکه کار اخلي.
دوی په ولایتونو کی کندهار ښه وځپه، د کندهار ملا یی ورماته کړه. تقریباً څو نفرو ټول عسکري قوت یرغمال کړی وو. سرحدی پولیس چی باید د پولو ساتنه وکړي، کندهار شار ته تشریف راوړی وو ترڅو له والی ویسا ساتنه وکړي.
دفاع وزارت او داخله وزارت بیا دا ټول شیان د پردی له شا لیدل او بس. وردګ به بیا پارلمان ته ووایی چی ولا (والله) دا خو چریکی جنګ دی او که تاسو کی څوک ددی جنګ تجربه لري، نو پوهیږي چی خبره څه ډول دی. دیی خو دلیل لري، خو جنرال بسم الله چی محمدی هم دی او پنجشیری هم. له طالبانو سره د مقاومت ډبره هم پر سینه وهي او له روسانو سره د جګړی او جهاد هم. ده ولی څه ونه کړل؟ اخر تر کومه به دا حالات جریان لري؟


دبدر عملیات:
زه د هسپانیی د بدر بن مغیره څخه ډیر زیات متاثره یم. ټولو دوستانو ته – ستاسو نه دی لری نه وي ـ ویلی ول یو وخت که خدای زوی راکړ دبدر نوم پری ږدم. بیا خدای زوی راکړ د زور می دوړی خور شو، نوم یی پری فیصل کیښود ځکه چی لور می مرسل نومیده او ترڅو فیصل به وزن مرسل شي.
بدر د پنځلسمی میاشتی ته ویل کیږي چی پوره رڼه او دایره یی مکمله شوی وي.
طالبانو د پسرلی عملیاتو ته د بدر د عملیاتو نوم ورکړ. او ددی لپاره یی مقدمه د کندهار په زندان وکړه. ویل کیږي چی د کندهار په زندان کی بند طالبانو کی زیاتره د طالبانو جنګی سروالان وو چی وتښتیدل او یا هم و تښتول شول.
پیښه هسی پش مِش واخیستل شول. تیر ځل چی د کندهار په زندان د طالبانو سپیشل فورس عملیات وکړل نو ۹۷۰ نفره یی له زندان ازاد کړل. دا ځل طالب انجینرانو بل کمال وښود. تونل یی وویست. جي.پی. آر. ایس. یی استعمال کړ.
والی هر وار ویلي چی په پیښه کی بهرنیان دخیل وو. مونږ یی هم منو. د بهرنیانو پرته نه ته هلته ولایت کولای شی او نه هم طالب جان. تاسو دواړه خو د باندنیو نانځکی یاست. ته کوم ملت ټاکلی یی چی طاب یی رټلی.
ده بله د کمال خبره دا وکړه چی په دغه پیښه کی له پوره پلان او دقت څخه کار اخیستی وو. نو لازمه خبره دی. که ښه کار وي او که بد پلان ورته جوړیږي. دی کی نوی والی څه دی. هر څوک چی په هره کچه وي، باید پلان وکړي. خو فیصدي یی توپیر لري.
د وزارت دفاع، د کورنیو چارو وزارت، د ملی امنیت پلان څه دی؟
ستا پلان څه دی؟ تا تراوسه د څه لپاره تیاری نیولی؟
یو څو کلیشه یی، زړی، بیکاره خبری مو زده کړي: په برید کی پاکستان دخیل وو، په پوره پلان سره دا کار شوی وو او بس.
ددی امکان شته چی له کندهاره وروسته د طالبانو ټوله توجه خوست ته شي. بیا به په خوست کی عملیات ترسره کوي. ځکه چی د حکومت ټوله توجه به په کندهار متمرکزه وي او ددوی کلی خو بیا کار نه کوي. او یا ددی امکان شته چی ننګرهار، لغمان، پکتیا او یا هم پکتیکا تر جدی برید لاندی ونیسي.



د اسامه ځای ځایګی او افغان ملی امینت:
ښامار ووژل شو، او هر یو پکی اوس توره منډي چی سړی مونږ وژلی.
هلکه د کندهار پیښه مو درک او کشف نه کړه، په خوست کی لسګونو بریدونه وشول خو تراوسه دیوی پیښی درک او څرک ونه لګید.په ملی دفاع وزارت هغه بله ورځ برید وشو، تاسو څه ونه کړل. ملت سره مو مالومات شریک نه کړل.
جشن یی در خراب کړ. د پارلمان وکیل څمکنیوال یی وواژه، تاسو څیړنی له ملت سره شریکی نه کړی. د لویی جرګی تالار ته در ننوتل او …
تراوسه هرڅه خره په خره دي. هر څه هماغه د پخوا په شان دي. هیڅ کوم توپیر چی ښه یی وبولو نه دی راغلی. نو داسامه د ځای ځایګی په اړه به څه مالومات ولری؟ هسی نه چی سبا دعوه وکړی چی په پنټاګون باندی د حملی په اړه هم شمالی ټلوالی مالومات لرل خو خبره یی چا نه اوریده. دلته هم یوه پوښتنه دی: لس کاله کیږي چی له امریکایانو سره زمونږ دوستي دی خو مونږ ونشو کولای دهغوی اعتبار ترلاسه کړو. دا په خپله د شمالی ټلوالی د بی شمیره جنرالانو ضعف ښیی چی بی کفایته دي.



پاکستان دا هم کوي او هغه هم:
د هندو له ښځي سره چا د ابله معامله کړیوه. هندو پری راغلی وو، مسلمان جومات تښتیدلی وو. هندو په دروازه کی ورته دریدلی وو، چا تری پوښتلی وو چی څه کوی؟ ده کیسه کړیوه چی پیښه را شوی. سړی ورته ویلی وو چی نو جومات کی ولی پټ دی؟ هندو ویلی ول چی دا هم کوي او هغه هم.
پاکستان ملاعمر هم ساتی، د حکمتیار کمپ یی هم ساتلی(شمشتو:نصرت مینه)، اسامه ته یی هم په فوځي چوڼی کی ځای ورکړی وو. د اسامه په موندلو پسی یی ټول غرب دا لس کاله سرګردانه هم کړ. پیسی یی هم په مفته کی تری خپلی کړی، نور چی نه کیدله، سړی یی وواژه.
جماعت اسلامی یی د جنازی لمونځ هم وکړ. اسلامی ګوندونو یی په پاکستان کی فاتحه خواني هم وکړه. خو خبره بیا زمونږ خرابه شوه. دین، دین لاړ او شی شی. زه خو دی ته منتظر وم چی که هسی یی لاس ته روالی نو یو کور خو به پری وزیر اکبر خان کی واخلو. هغه هم د پاکستان جنرالانو خپلی کړی. بلا غټی پیسی وی. ۵۰ ملیونه ډالره!!!
کیدای شی یو چا لپاره به دا مقدار هیڅ هم نه وي. خو مونږ غوندی غریبانو ته دا ډیر، ډير، ډیر غټ مقدار دی!!!
اسامه یی هم وساته، هم یی مړ کړ. په ژوند یی هم له امریکی او لویدیځ پیسی اخیستی او په مرګ هم. دی ته وایی سیاست مداران. دی ته وایی لیډران. مونږ خو لډر لرو. چا چی څه ورته وویل هماغه کوي او مني او بیا په رسنیو کی هم ورباندی کریډټ اخلي.
د لیونیانو غوندی غږيږي. وایی چرا اغایی کرزی اسامه را بحیث قاتل شهید!!! احمدشاه مسعود معرفی نمی کند؟ هلکه دا چا ویل چی اسامه مسعود وژلی؟ همدا اوس تاسو په واک کی یاست، راځی چی په دی اړه پلټنی وکړو، کاری کمیسون تعین کړو او وګورو چی مسعود چا وژلی. که څیړنی وشوی نو امکان لري چی په کی راګیر شی.



د اسامه په اړه زمونږ دریځ:
اسامه چی هرڅوک وو او هر څه وو. مهمه نه دی چی د چا لپاره یی کار کاوه. اوس سړی له منځه لاړ. باید له دی موقع ګټه پورته کړو. وګوری ټول سعودی عربستان د اسامه ضد وو. زه دا نه وایم چی ملت یی خو د حکومت رسمی دریځ یی منفي وو. حتی د اسامه مړی یی هم ونه مانه.
طالب اسامه امریکی ته تسلیم نه کړ. په ټول افغانیت یی دده حفاظت او ساتنه وکړه. افغان حکومت حقه داعیه لرله چی اسامه په پاکستان کی دی. مشر ملا په پاکستان کی دی. سړی ثبوت هم شو. په پاکستان کی راووت. پټن ځای یی هم نظامی قرار ګاه وه.
دیمو کراسی دی. ملایانو ته به یی ویلی وو چی هلکانو غیبی جنازه یی وکړی. د سولی شورا هم باید په اړه یی کانفرانسونه او غونډی نیولی وای. مدنی ټولنو هم غوڼدی کړی وای، لاریونونه یی کړي وای خبره به یی په پاکستان ور اړولی وای. پارلمان کی باید ورته دوعا او فاتحه شوی وای. په امریکی کی افغان سفیر باید په اړه یی لیکنی کړی وای او …
خو هیڅ هم نه. یو څو تشریفاتی خبری، رسنیو هم پری څه جوړ نه کړل. طلوع خو یو اعلان جوړ کړی او هره ورځ تغیر خوري خو په پای کی د اسامه په انځور چی ورسر لیکلی یی دي: اسامه کشته شد ختمیږي. دا به هم ورته د امریکی سفارت فنډ ورکړی وي که نه دوی خو ددی وړتیا هم نه لري.
leekwal@yahoo.com

Copyright Larawbar 2007-2024