تازه خبر : پاکستان د اسامه کور له منځه یووړ
اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کی وایی چی پاکستاني پوځ نن په ایبټ آباد کی هغه کور له منځه یووړ چی اسامه بن لادن پکښی اوسېدﺉ . راپور وایی چی ایبټ آباد دوو سترو چاودنو ولړزاوه او ښایی د بن لادن استوګنځی یې وران کړی وی .
خبر زیاتوی چی پاکستان د نړیوالو او داخلی خبریالانو د پرله پسې هجوم او راتګ څخه په عذاب سوی و ، نو ځکه یې ښایی دا کور لوټی لوټی کړی وی . په دې وروستیو کی دا کور د ټولی نړۍ د خبریالانو د توجه وړ ګرځېدلی و او پاکستان یې په مشکل کی را ګیر کړی و ، نو ښایی همدا به یې د ورانولو علت وی ، خو بیا هم تر اوسه ښه واضح نه ده چی په رښتیا به یې هم همدا ودانۍ لوټی لوټی کړې وی که یا . وروسته به پوره جزیًیات معلوم سی .