په ځوانانو كې د تربيې بېلابېل اړخونه

د لراوبر اداره | مې 10th, 2011


خداى پاك انسان اشرف المخلوقات پيدا كړى او د دنيا له ټولو موجوده ځيزو الله پاك ته نږدې او غوره دى.
هروګړى بايد وپوهيږي، چې:


الله پاك د څه لپاره پيدا كړى ؟ څه دنده لري او د كوم كار وړ دى ؛ كوم كولى شي او كوم نه؟


ځوان هغې ونې ته ورته دى كه سمه پالنه يې و شي؛ نو ښه حاصل به ترى واخلو او كه پالنه يې هيره شي او يا په برسيرن نظر ور وكتل شي بيا به د هغې شنډې ونې په څېرشي، چې لويه به ښكاري، شين سيورى به لري، خو ثمر او ميوه به يې نه وي.
د كورنۍ مشر مليار ته ورته مسووليت لري.د اولاد او د يو ځوان په اړه ډېراړين دى كه يو ځوان ښه وروزل شي؛ نو د خپل مور او پلار عزت به وكړي او كه الله پاك مه كړه د دوى روزنې ته فكر و نه شي او همداسې يې پريږدي سبا به د دوى له بدو كړنو ټوله ټولنه اغېزمنه وي؛ ځكه كه څوك ورسره ملګرتيا كوي هغه به هم په بې لاريو او نا منليو عاداتو اخته كيږي.
ځنې كورنۍ فكر كوي، چې اوس يې زوى يا لور لوى شوي او موږ ته ضرورت نه لري؛ څه، چې كوي ښه كوي.
دا خبره غلطه ده. كه كورنۍ نه غواړى، چې د خپل اولاد په ژوند كې مداخله وكړي او يا د دوى له كار سره كار ونه لري؛ نو كيداى شي، چې په نامستقيمه توګه د هغه په روزنه كې خپل مسووليت ته دوام وركړي؛ ځان وپوهوي ، چې اولاد يې د كورد ننه او د باندې كوم كار كوي. هغه ته بايد پاملرنه وشي او په سمه رويه هغه خپل غلط كار ته متوجه كړي.
په افغانستان كې دا كار ډېرستونزمن دى؛ ځكه، چې يوه كورنۍ خپل اولاد ټوله ورځ څارلى نه شي او دا ورته ستونزمنه ده، چې اولاد يې څه كوي او څه بايد ونكړي.


د افغان ټولنې هر وګړى يو سر او سل سوداوې لري هر يو په خپلو خولو كې ډوب وي. اوس كه يو څوك نه شي كولى، چې هغه ټوله ورځ تعقب كړي؛ نو په اوونۍ كې دې يو ځل دا كار وكړي. كه دا كار وشي سبا به يې اولادونه، چې نوي ځوانان شوي او ټولنې ته راوتلي نه به يې ټولنه په څپيړو ووهي او نه به د خپلې كورنۍ له همدردۍ او همغږۍ بې برخې پاتې شي.
ډير وخت خپله كورنۍ هم د يو شمېر ناخوالو لامل كيږي، چې د دوى اولاد غلطې لارې ته لار مومي.
داسې كورنې هم شته، چې د خپلو اولادونو ټولې اړتياوې پوره كوي حتا ګاډي ورته اخلي، خو پوښتنه يې نه كوي، چې چېرته ځي ، څه كوي او يا څه به ور پېښ شي. دا كورنۍ په دې خوښوي هره ورځ له اړتيا ډېرې پيسې وركوي او داسې څوك نه پېژني ، چې د لګښت پوښتنه ترې وكړي، ښوونځي ته يې وليږي او يا ترې وپوښتل شي، چې څه دى وكړل؟ استاد دې راغلى وو كه نه؟ كورنۍ دنده لرې او كه نه ؟ كتابونه مو تر كومه ځايه لوستلي ؟ په كورس كې دې څه ولوستل؟ ……
څو ورځې مخكې د كابل په ښار كې له كورسه را ووتلم څو دقيقې د كورس په مخكې له خپلو ټولګيوالو سره ودريدم؛ له لږ ځنډ وروسته يو كورلا ډوله موټر، چې دوه كسان په كې ول په ډېرسرعت بريك ونيوه، چې څه نا څه دوه متره يې تر شا تورسړك پر ټيرونوموازي ليكې جوړې كړې. مونږ داسې فكروكړ، چې دې كس به نوې ډريوري زده كړې وي؛ خو كله، چې له ګاډي كښته شول نشه يې كړې وه.
په همدې كوڅه كې څو نور ځوانان هم ولاړ ول او داسې ښكاريدل، چې دا كسان پېژنې. دوى ورته وويل، چې ځئ لاړ شئ. په دې كار، خو مو د كورنۍ عزت پرسيند لاهو كړ. يو ځوان راغلو او د موټر كلى يې ترې تر لاسه كړه؛ دوى غوښتل، چې كلى ترې واخلي او ګاډي ته يې حركت وركړي، خو هغو نورو ځوانانو كنټرول كړل.
اوس راځو خپلې اصلي موضوع ته كه يو ځوان ښه وروزل شي، د كورنۍ له خوا د هغه حركات وڅارل شي، په ښوونځي كې يې تپوس وشي، چې راځي او كه نه؟ له چا سره ګرځي او كومې خبرې كوي؟ نو هغه به هيڅكله داسې كار ونكړي، چې خپل او د خپلې كورنۍ حيثيت ته زيان ورسوي.
دا ښكاره خبره ده، چې يوه كورنۍ هم نه غواړي، چې داسې اولاد ولري، چې د ټولنې د اوږو بار شي.
د كورنۍ مسووليت دا دى، چې پخپل اولاد تحصيل وكړي، سمه روزنه وركړي، د ملګرو په اړه يې معلومات ولري او داسې نوركارونه، چې له كورنۍ سره يې اړه لري.
حكومت هم په دې كه مسووليت لري، چې دوۍ ته د كار زمينه برابره كړي، فابريكې جوړې كړي، د ځوانانو حقوقو ته احترام وكړي، چې ځوانان د حكومت درناوى وكړي.
اوس په افغانستان كې يو شمېر ځوانان په نشه روږدي دي.سره له دې، چې ښه تحصيلات لري، خو د دندې د نه موندلو پر لامل نشې ته مخه كوى؛ نو هغوى هم په هره بڼه، چې وي پيسې پيدا كوي.
اوس هغه كسان، چې روږدي كيږي يا د دولت له مخالفې ډلې سره يو ځاى كيږي او يا له غريبۍ غلاوې كوي. هغوى، چې كار نه شي پيدا كولى او هغو، چې پوهه لري له دواړو كورنۍ ډوډۍ غواړي. دوى بله لاره نه لري پرته له دې، چې يا ځان ووژني او يا د بل ژوند واخلي.
هغه كورنۍ، چې ځوانان يې پيسې، ګاډي، پوهه، ارامه ژوند او د نړۍ هر څه لري، خو هغه نشه كوي نه يوازې ځانته ستونزې جوړوي، بلكې نور ځوانان هم هڅوي، چې د دوى د كار مخه ونيسي.


نشه يې توكي، شراب او داسي نورهمدغه واكدارن او شتمن خلك له بهره راوړي او يا هم د هېواد په داخل كې د همدوى له خوا ورته د جوړولو زمينه برابريږي.
الله پاك دې دا ځوانان هدايت كړي، چې ټولنه يې له شره وژغورل شي او يوه اسلامي ټولنه او يوه مسلمانه كورنۍ را په برخه شي.

Copyright Larawbar 2007-2024