د رفيع الله زيار ناول يو هنري شهکار

د لراوبر اداره | مې 10th, 2011


 که د افغاني  ټولنې د  درد او ناخوالو تصوير
د تيرو نهو کالونو راهېسي  ما شاالله خداى تعالی ج دې نور هم پرې ورحميږي، په خوست کې ډيرې مدني او فرهنګي ټو لنې  جوړې شوې او ډير شمير  ځوان تنکي استعدادونه د هنر او ادب پر ځمکه راټوکېدلې دي . چې د خوست بڼې ته يې يو مثبت بدلون او ښکلا وربښلې ده ، که څه هم په تېر اوس مهال کې په شعري ډګر کې ډيرې برياوې ځوانو شاعرانو لاسته راوړي دي، خو د شعر په نسبت  د نثر تله يو څه سپکه معلوميده. په دې وروستيو  څلورو او پنځو کالونو کې د نثر په برخه کې  زلميو شاعرانو خپل قلمونه لا تاند او خوځنده وساتل، چې د نثر په برخه کې يې يو شمېر د لنډو کيسو، ادبي ټوټو او ناولونو کتابونه دچاپ په ګاڼه وپوسلل. اوس مهال له نيکه مرغه په فرهنګي او ادبي برخو کې  خوست ګړندي ګامونه اخيستي او د بل هر ولايت  څخه د خوست هنري اوفر هنګي څيره لاښه په  ځليدو ده . د خوست فرهنګي وضعيت  د تشريح کولو څخه زمونږ اصلي موخه پدې لنډو جملو کې  دا وه، چې پدې ورځو کې د يو ځوان زلمي شاعراوليکوال رفيع الله زيار (ما ووژنه خو مينه مه وژنه ) ترنامه لاندې  په جلال اباد کې د مومند خپرندويه ټولنې له خوا پر چا پ شوي ناول درته لنډه غوندې هنري او ادبي تبصرې وکړو ، د ناول له نوم څخه په لوستلو سره  هر لوستی کس په لومړي سرکې داسې انګيرې ته وا دغه ناول د دوو مينو د مينې او عشق کيسه بيانوي . په ناول کې که څه هم د نښتر او ګورګورې د مينې په تړاو ډيرې خبرې شوي، د دوی ټولنيز ژوند په ښه توګه انځور شوی، خو ولې د ناول د کرېکټر د ژوند او رول سره داسې مسايل ،ترخه واقعيتونه او حقيقتونه تړلي دي، چې زمونږ په ګران هيواد د دريو لسيزو د اوسنيو غمېزو او تراژيديو بوږنوونکو حالاتو تصويرونه پکې هر لوستونکی محسوسولی او موندلی شي . د ناول ژبه خواږه او روانه ده ، هر لوستونکی په لوستلو سره دې ته اړباسي ،چې نوموړی ناول ترپايه پوري ولولي. ( ماووژنه خو مينه مه وژنه) پدې ناول کې داسې  در دوونکو پېښو ته هم يوه په بلې پسې تړاو ورکړل شوی، چې زمونږ په ټولنه کې عيني واقعيتونه او حقيقتونه کټ مټ تصوير وي . ديو ښه ناول ليکنه که څه هم ديو ليکوال لپاره ګران او ستونزمن هنري او ادبي کار دی ، خو پدې وروستيو کې دهيواد دبېلا بېلو سيمو ليکوالانو ګڼ شمير ناولونه او دلنډوکيسو ټولګې چاپ کړي، ولې دځينو ځوانو ليکوالانو ناولونه يوازې دمينې او عاشقۍ په مدار راڅرخيږي، دټولنې داصلاح او سمون لپاره پکې هيڅ نه ترسترګو کيږي . دخيال ،فکر او هنر قوه يې ډيره کمزوري وي دوی داسي فکر کوي ،چې ناول يوازې دعادي کيسو پېيل او نښلول دي زما په اند يو ښه ناول هغه دی چې دکريکټر دژوند سره داسي پيښې همغاړي شوي وي چې په ټولنه کې دواقعيتونو او حقيقونو څخه پرده پورته کوي، په هنري او فکري لخاظ بايد يوې ټولنې ته سوله ايز اصلاحي  پيغام وړاندې کړي، او د ټولنې ټولې خواوې تريوه بريده پورې روښانه کړي ، چې لوستونکی نه يوازې واقعيتونه درک کولی شي. بايد   دخپلې ټولنې منفي او مثبتي خواوې هم پکې له خپله انده ارزولی او لوستلی شي  . د زيار صيب   د ناول په اړه ما مخکې يادونه وکړه چې د عشق او مينې په محول کې يې د ناول دکريکټرانو د ژوند سره داسې مسايل تړلي چې هر لوستونکی په لوستلو سره ترې ديو تاريخي سند په توګه هم ګټه اخېستلی شي . ديو ښه ناول په اړه مو وړاندې يو څو مهمو ټکو ته اشاره وکړه که چيرې يو څوک هڅه وکړي چې په ناول کې ګڼې بې مفهومه پېښې سره وپېيي او دې ته پام وکړي، چې دپيښو پرمټ ډير ژر خپله اصلي موخې ته ځان ورنږدې کړي ، د ناول پايله روښانه کړي ، دناول تخنيکي او هنري اړخ ته پام ونه کړي، زه فکر کوم چې دا به ډير کمزوری ناول وي. مونږ بايد دناول ليکنې پرمهال دسوژې دانتخاب ترڅنګ  دپيښو تسلسل هنريت ،همغږيتوب ،واقعيت او ژبې ته   زياته پاملرنه وکړو ترڅو لوستونکی ديته اړه کړو چې ناول ترپايه ولولي او اصلي موخه لوستونکی ته په ښه بڼه وړاندې کړو د رفيع الله زيار په ناول کې که څه هم ځينې صحنې رالنډې شوې  خو بيا هم په ناول کې دخواږې ژبې او مهينو کلماتو دکارونې ترڅنګ ځينې تصويري او شاعرانه جملات هم راوړل شوي چې ناول ته يې لا خوږوالی ور بښلی دی، د بيلګې په توګه ( نښتر دسټو په کنډو کې د نښترو ونو ته کتل چې په خاښونو کې  يې سپينه واوره بنده وه، تابه ويل چې سپينې کوترې پرې بنډې شوي دي ) دا ډول تصويري او شاعرانه جملې او تشبيهاتو ناول ته يو بېل خوند او رنګ ورکړی. په ناول کې دنښتر په نوم ګورګوري ته اوه ليکونه ليکل شوي دغو ليکونو  په ډير هنري او ښايسته اندازه سره زمونږ په هيواد کې روانې بدبختۍ په رڼه بڼه انځور کړي، دلته زيار صيب دهيواد تيرې غميزې په داسې بڼه دليکونو په مېنځ کې ځای کړي ،چې په ډير هنري چل سره يې لوستونکو ته دواقعيتونو او حقيقتونو انځور وړاندې کړی دی.  که څه هم په ناول کې اوسني حالات د کريکټر د رول سره تړلي او يو شمېر ستونزو او بې عدالتيو پکې اشارې شوې، خو د هغو ستونزو او بې انصافيو څخه پرده پورته شوې، چې په اوس وخت کې ورسره زمونږ خوار ولس لاس او ګريوان دی، چې ددغو ستونزو هواريدلو ته جدي اړتياليدل کيږي، ترڅو ولس له روانو بدبختيو څخه خلاصون ومومي .  که چيرې مونږ د رفيع الله زيار صيب دناول ټولو اړخونو ته ځغلنده کتنه کوو زه فکر کوم، چې ډيرې پاڼې به پرې تورې شي خو ما يوازي په خپله لنډه ليکنه کې هغو خواوو ته اشاره وکړه، چې زه ترې په تاثر واقع شوی وم. په ناول کې  شايد کمزوري او ځواکمن اړخونه موجود وي ما ورته پام نه وي کړی علت به يې دا وي، چې شننې او څيړنې ته به مې موقع نه وي موندلې خو زما له انده د زيار صيب ناول ديو شمير ناول ليکوونکو په پرتله په ډيرو اړخونو کې ځواکمن او په زړه پورې دی. هغه اصول، چې  د ناول لپاره په کار راځي او يا بايد ترې استفاده وشي زيار صيب ترډيره بريده مراعت کړي دي. دزيار صيب ناول په ادبي اونثري برخه کې يو هنري شهکار دی او دهيواد دناخوالو ،دردونو، ويرونو  واقعيتونو او يو روڼ تصوير دی، چې راتلونکی نسل به دخپلې ټولنې په پيژندنه ، تاريخي پاس منظر کې په هنري او تاريخي لخاظ ترې ګټه پورته کړي .


دزيار صيب دنورو هنري پنځونو په هيله

Copyright Larawbar 2007-2024