د بن لادن زامن : زموږ د پلار وژل یو جُرم و
رویټر او یاهو نیوز راپور ورکوی چی د اسامه بن لادن زامنو د عمر بن لادن په شمول ویلی چی زموږ د پلار وژل یو جرم دی او په سمندر کی د هغه د جسد غورځول هم یو پَست عمل دی . عمر بن لادن چی د اسامه څلورم زوی دی او د خلیج په هېوادو او مصر کی اوسیږی ، وایی چی زموږ کورنۍ حق لری چی په امریکا او دنیا کی د اوباما پر ضد حقوقی دعوه اقامه کړی ، ځکه د هغه په امر زما پلار چی بې وسلې و ، ووژل سو او جسد یې هم بېله ځنډه په سمندر کی ډوب کړه سو چی دا عمل د اسلام سپکاوی دی .
د بن لادن زامن وایی چی واشنګټن په خپل دغه عمل سره زموږ د کورنۍ او سلګونو ملیونو مسلمانانو مذهبی احساسات توهین کړل .
هغوی زیاتوی چی دا به څومره ښه وای چی هغه ژوندی نیول سوی وای او په محکمه کی هر څه نړیوالو په سترګو لیدلی وای چی آیا هغه په رښتیا هم مجرم و که یا ، خو سپینی ماڼۍ دا هر څه د هغه سره یو ځای محوه کړل .