خوست : پر امنيتي پوسته ځانمرګی بريد ۱۳ پوليس وژلي دي

د لراوبر اداره | مې 14th, 2011


طالبان وايي چي نن ماځيګر څلورنيمي بجې يې د خوست د صبريو ولسوالۍ په خاخي صحرا سيمه کي پر يوه امنيتي پوسته د ۱۲۰۰ کيلوګرامه باروتو څخه ډک ډاټسن پذريعه په داسي حال کي ځانمرګی بريد تر سره کړی دی چي د بهرنيو پوځيانو کاروان د پوستې د مخ څخه دتېرېدو په حال کي و .


طالبان ادعا کوي چي په بريد کي د بهرنيانو دوه ټانکونه ويجاړ سوي او ۱۳ ملي پوليس وژل سوي او يو شمېر نور زخميان دي . ناټو او افغان دولت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024