له طالبانو سره د تړاو په تور درې تنه په امريکا کي ونيول سول
د متحده ايالاتو د فدرال استخباراتو ادارې ايف، بي، آى ويلي درې تنه يې له قبايلي طالبانوسره د تړاو په تور نيولي دي.
دغه اداره وايي ياد سوي کسان چي پلار او دوه زامن دي د پاکستان پر تابعيت سربېره يې امريکايي تابعيت هم درلودئ.
ايف، بي، آى ويلي حافظ محمد او د هغه زوى اظهار خان يې په فلوريډا او يو بل زوى يې چي عرفان خان نومېږي په لاس انجلس کي له قبايلي طالبانو سره د مالي مرستي په تړاو نيولي دي.
راپور وايي که ياد سوي کسان پړه وخيژې هر يو به يې په ١٥ کاله بند محکوم سي.