یو کاناډایی هلیکوپتر ټکر وکړ

ډاکټر نثار احمد صمد | مې 16th, 2011


کاناډایی اخبار ( ګلوب اینډ مېل ) لیکی چی نن سهار وختی د کندهار په پنجوایی کی یو کاناډایی هلیکوپتر چی دیرش کسان پکښی سپاره وو ، و د کښېناستو پر مهال د مځکی سره ولکېد او سخت زیانمن سو چی څلور پوځیان زخمیان سول . ویل کیږی چی د یو پوځی روغتیایی حالت خطرناک دی .
ډیر ژر بل هلیکوپتر او ټانکونه راوغوښتل سول تر څو طالبان خبر نسی او حمله ونکړی .
د ټکر علت بخار او تیاره بلل سوی دی .

Copyright Larawbar 2007-2024