ورځپاڼو ته کتنه

عطاالله محمدي | مې 17th, 2011


افغانستان او سيمې ته د امريکايي سناتور جان کېري سفر او اهداف يې نن بيا هم په کابل کې د پريدونکو ورځپاڼو د بحث اساسي مساله جوړوي.
ويسا خپلواکې ورځپاڼې د جان کېري د سفر په اړه خپل بحث ده ته په دې خطاب پيل کړي، چې ښاغلي کيري دلته سوله نه جګړه بې تعريفه ده.
د ورځپاڼې دا خطاب د جان کېري له هغو څرګندونو سرچينه اخلي، چې ويلي په افغانستان کې د سولې روانې هڅې ګونګې او بې تعريفه دي.
ورځپاڼې د جان کېري دا ډول څرګندونې په حقيقت کې په افغانستان کې د هغو کړيو د غوغا تاييد بللې، چې د سولې له هڅو سره مخالفت څرګندوي.
ورځپاڼې د بې هويته او بې ضميره خلکو په خوله په هېواد کې د سولې له روان بهير سره د امريکايي چارواکو مخالفت يوه داسې خنده وونکې ډرامه بللې، چې د ورځپاڼې په وينا نړيوال پرې نه شي تير ايستلي.
ورځپاڼې د خپل بحث په وروستۍ برخه کې دا ډاډ څرګند کړي، چې افغانان به دا ثابت کړي، چې سوله د دوي غوښتنه، ارمان او اړتيا ده او د ترلاسه کولو لپاره به يې هره قرباني ورکړي.
د کابل پاتې ورځپاڼو بيا تر ډيره د جان کيري د سفر د پاکستان په اړخ بحثونه کړي او له پاکستاني چارواکو سره يې ليده کاته راخستي دي.
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره ليکلي، چې جان کيري پاکستاني چارواکو ته خبرداري ورکړي، که د اسامه د وژنې په تړاو راپورته شوې پوښتنې ځواب نه کړي او د دوي غوښتنې و نه مني، نو درې ميليارډه ډالره مرستې به کمې کړي.
ورځپاڼه ليکي، چې کيري له ځان سره يو شمير اسناد او سي ډي ګانې هم وړي او غواړي پاکستاني چارواکو ته يې وښيي، چې اسامه په ايبټ اباد کې څه کول او له پاکستاني پوځي چارواکو سره څومره په تماس کې وو؟
ورځپاڼه ليکي، چې امريکا په نهايت کې دا غواړي، چې پاکستان د طالبانو او حقاني ډلې مشران وروسپاري.
خو هيواد دولتي ورځپاڼې بيا سيمې ته د جان کېري د سفر اساسي اهداف څه بل څه بللي او ليکلي يې دي، چې دي هڅه کوي، چې د اسامه بن لادن له وژلو وروسته له پاکستان سره ترينګلې شوې اړيکې ورغوي.
ورځپاڼه ليکي، چې د جان کېري د سفر يو بل هدف دا دي، چې د افغانستان او پاکستان له مشرانو سره په خبرو کې په سيمه کې د ترورزم په خلاف په روانه مبارزه کې يو نوې خوځښت او همغږي رامنځ ته کړي.
د ورځپاڼې په وينا دا هغه څه دي، چې په اوس وخت کې سيمه او په تيره بيا افغانستان او پاکستان ورته اړتيا لري.

Copyright Larawbar 2007-2024