پښتانه دپاڼ او پړانګ ترمینځ په سرو لمبو کي!

د لراوبر اداره | مې 16th, 2011


ګرانو،درنو،ویاړمنواوویدوپښتنو وروڼو!تاسو به ډیر ځله لیدلی وي چی انسانان له هرډول کړاوونو سره مخامخ شوی اومخامخ کیږی.خوکه څوک ددوستونزوپه مینځ کی راشي نومونږ ورته دپاڼ اوپړانګ ترمینځ اصطلاح لرو.ولی مونږ اوتاسو نن په داسی ذلیل،کړیدل اوځوریدل حالت کی واقع یو چی له پښتو اصطلاح نه هم سل ځله وړاندی تللی یو اولاروان یو.
چی دهمدی معما وضاحت په لاندی کرښوکی کوم.هیله مند یم چي تاسوهم د لوی څښتن (ج) درکړی توان دهمدی اولس دسوکالی لپاره په کار واچوی.
۱ . دنړۍ اوسنی اشغالګراوفرعونی ځواک چی دافعی ښامار له ویری په لړزه ووله افغانانوسره یی مالی مرستی وکړی دافغانانوپه بی ساری قربانیواود توانا څښتن په کومک نړی دهمدی ښامارله تسلط نه خلاصه شوه .
ددی پرځای چی نړی خوصوصا امریکادهمدی ویاړمن جهاد دبریالیتوب اودافغانانودویجاړهیواد دابادی غم خوړلی وای.افغانان یی ولوټمارانو ګاونډیو ته پریښودل.چی دی ګاونډیانوزمونږمعدنیات څه چی انسانان یی هم دخپلوفاسدومفاداتو لپاره وکارول.
امریکا یوځل بیا دخپلو شومواهدافواومعدنی زیرموترلاسه کولو په خاطرزمونږ ګران ټاتوبی ونیواوزمونږ دهیواد اتل اوغیور پښتون اولس یی په ډول ډول لوموکی راګیرکړ،دکوم پښتو ن دکور له څنګ نه چی به زمری هم په امن تیریده ،دهمدی وحشی فوځ لښکری په ډیر وحشت وپښتنی کورونوته داخلی شوی اوهر ډول وحشی کړنی چی یی زړه غوښت ترسره کړی،زمونږ ډیر بی ګناه انسانان یی ووژل حتی په ودونو یی هم بمبارۍ وکړی.پښتون اولس له پاسه ددوی په بمباری تباه شواودشااوخوانه یی دراتلونکی نسل تاند نیالګی دپردیوپه لمسون دبحرله پی پایه اوبونه دچینو په اوبو هم اوبه نشول.
۲. دامریکایانو داشغال له برکته وشمالی ټلوالی ته یوه زرینه موقع په لاس ورغله .دامریکایی هوایی ځواکونو په پوره ملاتړاوددوی دلنډغروپه ځمکنی ځواک دټول هیوادپوره واکداران شول.دټلوالی مشران ددولت په ټولوکلیدی پوستونو مقررشول،زیات شمیر کسان یی دملی اردوجنډرالان شول اونوی نسل یی دپوهنی په رڼا سمبال شو.په میلیاردونو ډالرچی دهمدی هیواد دبیا رغاونی لپاره نړیوالو کومکونه وکړل یواځی په هغوولایتونوکی مصرف شول چی ټلواله ورکی پوره واکمنه ده اویا هم ځینی خاصوجیبونوته ولیویدل.دهیوادپه دننه کی کی دګاوندیودپالیسی پرمخ بوونکوله خوانه زمونږ نسل دښوونی له رڼا نه محروم پاتی شوولی دخارجی هیوادونوپه برسونو کی هم یواځی دټلوالی خپلوان اودوستان لاړل. ګاونډیانوخپل ټول توان په کاراچولی اولااوس هم لګیادی ترڅودهیواد اکثریت دتل لپاره دبدبختیو ځالګی وګرځوی.څوک موپه نسلونو لوبی کوی،اودخپلورزیلو اوشوموهدفونو لپاره ورنه ګټه اخلی ،څوک موپه کلتور لوبی کوی اوخپل کلتورراباندی عملی کوی،چی فارسۍ خادم یی دخدمت لپاره مټی رانخښتی دی،البته خادم فارسی په همدی چوپړکی یواځی نه دی کرزیوال یی ډیروړاندی لا همداکړغیړن تړون لاس لیک کړی دی ،دکرزوال چوپربه هیڅکله افغانان هیرنه کړی،چی ټلواله یی دهرافغان دسر تاج ګړه.
۳.داسلام دسپیڅلۍ دین پتنګان چی خپل ځانونه یی له همدی دین نه قربان کړل اولااوس هم دهمدی مبارک دین په خاطر ځانونه قربانوی. مونږ ددوی وقربانیو ته قدرلرو.خودلاندینیو تیروتنوپوره ځواب ترینه غواړو.
الف: لکه څرنګه چی قرآن دټول بشریت دهدایت لپاره رالیږل شوی دی ،اوهیڅوک ددی حق اوتوان نلری چی د الله (ج) داسپیڅلی الهی کلام وسوځوی اویا یی هم بی حرمتی وکړی.کله چی د امریکا په فلوریدا ایالت کی دامقدس کلام وسوځول شول اودنړی په ګوټ ګوټ یی ډیرومسلمانانومظاهری وکړی اوزمونږ په هیواد کی لس ګونه تنه په همدی مظاهرو کی ووژل شول،تاسوولی په همدی اړوند چوپه خوله پاتی واست اونه مو امیر کومه خبره وکړه.
اوتاسو ولی ۸۰ ټوکه قرآنونه دلغمان په ولایت کی وسوځل،اوهرځل چی دښوونی کتابونه سیځی ایاپه همدی کتابونوکی دالله داسپیڅلی کلام ایاتونه نه دی لیکل شوی.دهمدی سوال ځواب به دالله په حظور کی تاسو اوکه ستاسو په نامه امیرورکړی.
ب: دښوونځیوسوځول تاسو دالله ددین په خاطر کوی اوکه د ISI په خوله ایا په همدی ښوونځیوکی دمسلمان ملت بچی ښوونه نه ترسره کوی،تاسوغواړی چی دمسلمان اوپه تیره دپښتون اولس معصوم بچی بی سواده اوړانده پریښتی ، په پاکستان کی که دی پلمه جوړه ده په دانږدی جاغوری کی دی ولی ملاماته ده اویواځی زماپښتانه له همدی رڼانه محروموی،که چیرته تاسو همدلته ښوونځی ته اجازه نه ورکوی نوبیا ولی خپل زامن اولوڼی پاکستانی مکتبونوته لیږی.
ج. دپښتون په سیمه کی ته دهرډول پرمختګ مخه ولی نیسی. چی دکړیدلواوځوریدلوافغاناواودکلیوالی بزګرانولپاره دژوند دښه والی یوه زریعه ده ،داستا څنګه غیرت منی چی پښتانه دی دتورلینګیانونالی پآکی کړی اوخپل کاریزونه دی همداسی وچ اوویجاړپاته وی.
بس بس بس ده !!! دالله دسپیڅلی کلام په خاطرنورځانته دوکه مه ورکوه اونورمه پښتانه په همدی تود انګارکی سیځه .ستا له لاسه ټلواله په ټول هیواد واکمنه شوه اولا یی سر په دریاب کی ده.
دنارینه اوسپیڅلی انسان په څیر رامیدان ته شه اوهرډول معقولی غوښتنی وکړه ترڅو داصلیبی لښکری له همدی پاکی خاوری ووځی اوکه ته جنګ ته زما دکور ترشا دوام ورکوی اوپه سرناخلاصه توګه لګیایی نوهمدا صلیبی لښکری هم یواځی تشه بهانه اوستا ډزډوزغواړی چی دتل لپآره همدا پآکه خاوره د خپل ناولی هدف لپاره وکاروی.
په پای کی دهیواد دهروګړی اوپه تیره بیا دځوان نسل اودرنومحصلینونه نه غواړم ترڅونور همداسی پټه خوله کښینه نی اود همدی سیاسی،مذهبی او کلتوری یرغلونودمخنیوی لپاره یواوبل ته لاسونه سره ورکړی.ترڅو دادرباری لوټماران دپښتون ملت په سرنویشت روانه لوبه پآی ته ورسوی اوپوه شی چی تراوسه هم ځنګل له زمریو اوپه همدی ځنګل کی لاهم ډیرزمری ویده پراته دی.
دلوی څښتن (ج) نه دیوموټی،سوکاله اوخپلواکه افغانستان په هیله ننګ افغان دننګ ترکوره

Copyright Larawbar 2007-2024