ورځپاڼو ته کتنه

عطاالله محمدي | مې 16th, 2011


ايا د اسامه وژنه د افغانستان او سيمې د ثبات په ګټه دي؟
د اسامه بن لادن له وژلو وروسته د امريکا او پاکستان اړيکې او سيمې ته د امريکايي سناتور جان کيري د سفر اهداف نن بيا هم په کابل کې د خپريدونکو ورځپاڼو د بحث اساسي مساله جوړوي.
ويسا خپلواکې ورځپاڼې ليکلي، چې د اسامه له وژلو وروسته د امريکا او پاکستان ترمنځ اړيکې له ډيرو ستونزو سره مخامخ شوي دي.
ورځپاڼې په ورته وخت کې د امريکايي سناتور جان کيري، چې اوس مهال د سيمې په سفر بوخت دي دا سپارښتنه راخستې، چې پاکستان دې د يو مخلص متحد په توګه را څرګند شي.
ورځپاڼې دې مسالې ته په خپله سرليکنه کې هم دوام ورکړې او ليکلي، چې د اسامه بن لادن وژنې په سيمه او نړۍ کې د بې باورۍ يوه تنده څپه پورته کړې، چې په هيڅ صورت د افغانستان او سيمې د ثبات په ګټه نه ده.
د ورځپاڼې په وينا افغان ولس ته د اسامه مړينه او ژوند هيڅ معني نه لري، دوي ته د خپل ناورين ختمول يو ارمان دي.
ورځپاڼې د بې باورۍ راپورته شوې دا څپه دې ارمان ته د رسيدو په وړاندې يو ستر خنډ بللې، چې ټغر يې بايد ژر ټول شي.
ارادې خپلواکې ورځپاڼې بيا ليکلي، چې سيمې ته د امريکايي سناتور جان کيري د سفر يو هدف هم دا دي، چې د امريکا او پاکستان ترمنځ په اړيکو کې راپورته شوې کړکيچ پاي ته ورسوي.

ورځپاڼې ليکلي، چې سناتور کيري دا تاييد کړه، چې د اسامه له وژلو وروسته د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ په اړيکو کې ځينې جدي پوښتنې راپورته شوي.
د ورځپاڼې په وينا سناتور کيري په ورته وخت کې د پاکستان په وړاندې د خپل هيواد له دريځه هم دفاع وکړه او دا يې د امريکا حق وباله، چې د خپلو خلکو د دفاع لپاره په هر ځاي کې هر اقدام کولي شي.
خو ورځپاڼې ليکلي، چې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ د اړيکو خرابوالي پاکستاني چارواکي روسيۍ ته متمايله کړي او له مسکو او چين سره د اړيکو پياوړې کول يې اوس په کاري لومړيتوبو کې ځاي لري.
خدمتګا نا دولتي ورځپاڼې بيا ليکلي، چې امريکا هم غواړي، چې په پاکستان ګزار وکړي، خو له هغې مخکې هڅه کوي، چې په سيمه کې د ځان لپاره يو بل ستراتيژيک ملګرې پيدا کړي.
د ورځپاڼې اشاره د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو تړون ته ده، چې په نهايي کيدو سره به يې امريکا د پاکستان په وړاندې نوې تګلاره غوره کړي.
ورځپاڼه ليکي، چې د امريکا په نوې تګلاره کې په پاکستان کې د القاعده او طالب مشرانو د پټن ځايو په مستقيم ډول په نښه کول شامل دي

Copyright Larawbar 2007-2024