د « ژړ خطر» پوتنشیال او د« سپین خطر» واقعیت( دوهمه برخه)
دلومړۍ برخی سره په تړاو کی – په تیره برخه کی څرګنده شوه چی د ژړ خطر نه موخه دجنوب ختیزو هیوادونو څخه لکه چین ، جاپان او نورو ژړ نژاده اولسونو لخواد امریکا او لودیز سپین نژاده دولتونو ته هغه خطر دی چی په راتلونکی کی دوی ورڅخه ځانونه په ډار کی بولی . دسپین خطر نه دلیکوال موخه هغه خطر دی چی همدا اوس دامریکا او لودیز لخوا په نړۍ کی ډیر هیوادونه ورسره مخامخ دی . لومړۍ برخه له دې ځايه ولولی
د چین لخواچاپیریال ساتنی ته خطر :
د چین چټکو اقتصادی پرمختیاوو د چین په دننه کی هم پرچاپیریال باندی د یوی راتلونکی ناوړی پدیدی په توګه منفی اغیزی اچولی چی پخپله چینایی مشرتابه یی هم اوس دیوه پرابلم په توګه یادوونه کوی . په چین کی هوا ته بی کنتروله کاربن ډای اکساید خوشی کیږی چی دا په نړیواله کچه دهوا د تدریجی ګرموالی دچټکیدو سره مرسته کوی . دچین دولت په ۲۰۱۰ کال کی په رسمی ډول تائید کړه چی چین و اټموسفیر ته د کاربن دای اکسایډ په لیږلو کی دنړۍ په کچه لومړۍ ځای لری او پدی کارسره تر امریکا دمخه شو . لویدیز ماهران خو لا وایی چی دا کار ان په ۲۰۰۷ کال کی تر دغی کچی پوری رسیدلی وو . دیادونی وړ ده چی په اټموسفیر کی د کاربن ډای اکسایډ ډیروالۍ د ځمکی د کری هوا په تدریجی ډول ګرموی او پدی سره په قطبونو کی دمیلیونونو کلنو راهیسی کنګل شوی اوبه ویلی کیږی . دارکاربیا په خپل وار دسمندرونو د اوبو سطح لوړوی چی ددی کری اوسیدونکو ته بیشمیره بیلابیلی ستونزی رازیږولای شی .
لدی نه پرته چین پدی هم تورن دی چی په خپل دودیز طبابت کی د بیلابیلو وحشی حیواناتو دبدن غړی د درملنی په موخه کاروی او داکار دنوموړو ژوو دمړنی لامل ګرځی . ددی ډول طبابت په پایله کی انسانانو ته دیوشمیر منفی فکتورونو برسیره ، د ډیرو نادرو وحشی حیواناتو ډولونه هم له منځه ځی چی دا کار یو شمیر چاپیریالی ستونځی رازیږولای شی .
بیلابیلو هیوادونو ته د چین دخطر ګواښ : هغه سیمی چی په یوه یا بل ډول یی دچین لخوا د ګواښ سره مخامخ بولی ، په لاندی کرښو کی یی یادوونه کولای شو :
لومړۍ – لویدیزی نړی ته د چین ګواښ : لویدیز ته تر ټولو زیات له چین نه د اقتصادی حاکمیت خطر مخامخ دی چی دا ګواښ د اقتصاد په نژدی ټولوبرخو کی تر سترګو کیږی . د یو شمیر اقتصادی فکتورونو له مخی چینایی تولیدات په لویدیزو هیوادونو کی د ورته اجناسو په پرتله په ډیره ارزانه بیه پریوزی . همدغه ارزانوالی ددی لامل ګرځی چی په لودیز کی د اقتصاد بیلابیل اړخونه دماتی سره مخامخ او ډیری تولیدونکی څانګی وتړلی شی . د ستر مثبت اقتصادی بیلانس له برکته چین وکولای شوه چی ستری مالی زیرمی ترلاسه کړی . دا هغه څه دی چی دلویدیز مالی استقلال ته لوی ګواښ رامنځته کوی . دچین دغه برلاسی د ۲۰۰۸ کال دنړی دمالی بحران په ترڅ کی ځان تربل هر وخت ډیرښه څرګند کړ . دغه بحران چی په نوره نړی کی یی ستر مالی کسر راوست ، په چین کی یی ان داقتصادی پرمختیا چټکوالی لا هم سست نکړای شو .
دوهم – امریکا ته دچین ګواښ : په ۱۹۹۰ – ۲۰۰۰ کلونو کی امریکا ته دچینایی تولیداتو د را واردولو کچه وچین ته د امریکایی تولیداتو دلیږلو تر کچی څو برابره زیاته شوه چی د همدغی برلاسۍ په برکت ، امریکا چین ته په لویه پیمانه پوړوړی وګرځیده . د ۲۰۰۹ کال په ډیسمبرکی دچین او هانګ کانګ پورونه پرامریکا باندی و ۱،۱ تریلیون امریکایی ډالرو ته ورسیدل . لدی نه پرته چین دخپلو طلایی اسعارو په توګه ۱،۴ تریلیونه امریکایی ډالر زیرمه کړیوه چی همدارنګه یی ورکړه د امریکا مالی مکلفیت ګڼل کیږی . دچین ارزانه تولیداتو همدارنګه په امریکا کی هم یو لړ زیات صنعتی سکتورونه له پښو واچول او دماتی سره یی مخامخ کړه . دچین لخوا امریکاته نظامی ګواښ خو لا ان د ۱۹۵۰ – مو کلونو راپدی خوا دامریکا دهغه اتحاد له مخی رامنځته شویدی چی امریکا یی د ټایوان سره کوم چی چین یی خپل یو ولایت ګڼی ، لری .
مګر د ۱۹۸۰ –یمو کلونو را وروسته چی دچین او امریکا ترمنځ اقتصادی مزی ټینګی شویدی ، دمخامخ نظامی عمل ګواښ سست شویدی .
درییم – اوسنۍ روسیی او ورسره تړلو هم ګټو هیوادونو ( پخوانی شوروی جمهوریتونو ) ته دچین ګواښ :
په ننۍ روسیی او همګټو هیوادونو کی د « ژړ خطر » داصطلاح پرځای یوه بله جمله کاروی لکه ( دلیری ختیز د پراختیا څخه د خطر پوتنشیال ) . لدی څخه هم ددوی موخه هغه سیمی دی چی د ( ژړ نژاد ) وګړی ورکی اوسیږی او چین دلته ځانګړی دپام وړ ځای لری . دا خبره هم دوی یادوی چی په چین ، ویټنام او ددغی سیمی په نورو هیوادونو کی د نفوسو ډیروالۍ او د ژوند د کچی ټیټوالۍ ، خلګ و دی ته اړباسی چی دکار په لټه کی و روسیی ته او یا د روسیی دلاری په غیرقانونی ډول و اروپایی اتحادیی ته کډوال شی .
د روسیی او همګټو هیوادونو سره د چین بی شمیره سرحدی جنجالونه ( دعواوی ) هغه څه دی چی و دغو هیوادونو ته له بل هرڅه نه زیات ګواښ اوستونزی رامنځته کولای شی . دچین دولت داسیاست چی د روسیی سره په خپلو هغو سرحدی سیمو کی چی پخوا بومی ترک نژاده مسلمانان اوسیدل ، اوس چینایی نژاده وګړی څای پرځای کوی ، هم د روسیی دپاره سرخوږۍ را پورته کولای شی . دا کار دنورو ګاونډینو سره په سرحدی سیمو کی هم ترسره کیږی .
روسیه چی دچین سره څو زره کیلومتری نیغ سرحد لری او له بلی خوا د وګړو د زیاتوالی ، اقتصادی چارو او دپرمختیایی دینامیک له مخی تر چین ډیره وروسته پاته ده ، دا ټول پخپله د روسیی د پاره د چین لخوا دخطر پوتنشیال شمیرل کیدلای شی . لدی نه پرته په نونسمی پیړۍ کی د چین او روسیی تر منځ هغه سرحدی قراردادونه چی له مخی یی ننی سرحدونه رسمیت لری ، اوس دچین لخوا په رسمیت نه پیژندل کیږی . په همدغه اړوند د دامان په سیمه کی د ۱۹۶۹ کال سرحدی وسلوالی شخړی وښوده چی ددغسی ګواښمن پوتنشیال د شتون څخه سترګی نشی پټیدلای .
د چین اقتصادی فشارونه او دچینایانو کډوالی و روسیی ته هم یو بل خطر دی چی روسیه یی باید په پام کی ونیسی . روسیه دا ادعا هم لری چی چین د روسیی د یولړ علمی – تخنیکی لاسته راوړنو څخه غلاوی کړی او په ځانګړی توګه یی په نظامی برخه کی د هغوی نه زیاته ګټه پورته کړیده ، دبیلګی په ډول کیدلای د روسیی د ( سو – ۲۷ ) او ( میګ – ۲۹ ) جنګی الوتکو یادوونه وشی چی چین په بریالی توګه کاپی کړیدی او د ( جی – ۱۰ ) ، ( شانیانګ ج ـ ۱۱ ) او ( ف. سی. ـ ۱ ) په نومونو یی یادوی .
څلورم – اسیایی هیوادونو ته د چین ګواښونه : دیو شمیر څیړونوکو په اند ، اسیایی هیوادونو ته چین دخپلو اقتصادی شتمنیو او برلاسیو د لاری دخطر زنګ وهی ، داځکه چی ددوی دمالونو سیلاب په نوموړو هیوادونو کی دصنعتی پرمختیا مخه ډب کړی او نه پریږدی چی هغوی پرخپلو پښو ودریږی . د بل پلو نه دچین دنظامی خطر پوتنشیال هم پدی خاطر د پاملرنی وړ دی چی چین نژدی پرخپلو ټولو ګاونډیانو باندی ( بیله افغانستانه ) سرحدی دعوی لری . دا دعواوی تر ټولو زیات دټایوان او هند په اړوند د یادوونی وړ دی . د بیلګی په توګه دا ډول دعوی کله ناکله تر وسلوالو شخړو پوری هم رسیدلی دی لکه په ۱۹۶۲ او ۱۹۶۷ کلونو کی دهند سره ، ۱۹۵۰ – ۱۹۵۳ پوری د کوریا سره او په ۱۹۷۹ کی د ويټنام سره وسلوالی شخړی . له دی نه پرته دسیمی په یو شمیر هیوادونو کی ماو ئیستی ډلی د دولتی واک دترلاسه کولو په موخه تروریستی فعالیتونه کوی چی چین یی په ملاتړ کولو تورن دی .
پنځم – افریکایی هیوادونو ته دچین ګواښونه : چین پدی تورن کوی چی افریکایی هیوادونو ته یوازی د ځان دپاره داومو موادو دسرچینی او دخپلو پخو موادو د اوبه کولو ( خرڅولو ) دبازار په سترګه ګوری . دوی وایی چینایان په خپل ټول توان هڅه کوی چی دافریکا کانونه دخپلو پوتنشیالی زیرمو په توګه په ځان پوری تړلی وساتی او دهمدی لامله چین په افریکا کی د دیکتاتورو رژیمونو ملاتړ کوی . پدی خاطر نو په افریکایی هیوادو کی دبشر حقونه ترپښو لاندی کیږی او داقتصادی پرمختیا مخه یی نیول کیږی .
د دویمی برخی پای .
نور بیا