کور / تازه خبرونه / ډېر ژر به د اسامه بن لادن نوی ټېپ خپور کړل سي

ډېر ژر به د اسامه بن لادن نوی ټېپ خپور کړل سي

د امريکا استخباراتي اداره (سي ای اې) وايي چي دوی د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن و نوي خپرېدونکي پيغام ته سترګي پر لاره دي .

لودېديځي رسنۍ هم پدې اند دي چي ګواکي القاعده شبکې ته به لږ تر لږه د خپل مشر يو وروستی پيغام ور پاته وي چي ښايي دده تر مرګ وروسته به نشر ته سپارل کيږي .

د اسامه بن لادن دغه نوی او وروستنی پيغام به ښايي چي دده د ژوند په وروستيو شېبو کښي اخيستل سوئ وي خو مقامات وايي چي اسامه بن لادن پر ده باندي د مرګونی بريد څخه ناخبره وو .د اسامه ددغه نوي خپرېدونکي پيغام په اړه نور جزيان نه دي ورکړل سوي چي ږغيز به وي که وېډيو .

سپيني ماڼۍ نن د چهارشنبې په ورځ د ثبوت په ډول داسامه بن لادن دويشتل سوي جسد د عکسونو د نه خپراوي پرېکړه وکړل څو په اسلامي نړۍ کښي د خښم او احساساتو مخه ونيول سي .