ورځپاڼو ته کتنه

عطاالله محمدي | مې 18th, 2011


امريکا له طالبانو سره د سولې خبرې چټکې کړي دي
په کابل کې خپريدونکو ورځپاڼو نن هم تر ډيره په افغانستان کې د سولې په روانو هڅو او پدې ترڅ کې د امريکا په دريځ بحثونه کړي.
ويسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په يو غټ سرليک کې په افغانستان کې د امريکا لخوا اعلان شويو ځينو بدلونونو ته په اشارې ليکلي، چې د اسامه وژنه، د پترويس او ايکن بيري بدلون به د سولې بهير ګړندې کړي.
ورځپاڼه ليکي، چې امريکا له ډيره وخته په افغانستان کې د شتو ستونزو د سياسي حل غوښتونکې وو، خو تل به د جنرال پترويس او ددفاع وزارت له مقاومت سره مخ کيده.
ورځپاڼې هيله څرګنده کړې، چې د جنرال الن په راتګ سره، چې په واشنګټن کې زيات نفوذ نلري اوس به دا مقاومت هم پاي ته ورسيږي.
ويسا ليکلي، چې امريکا سر له اوسه له طالبانو سره د تماسونو لړۍ ته زور ورکړې او اوس اوس يي په قطر او جرمني کې ددوي له استازو سره، چې پکې د ملا عمر يو نږدې کس طيب اغا هم شامل وو ليدلي دي.
ارادې خپلواکې ورځپاڼې هم په خپل لومړي د امريکا او طالبانو ترمنځ د مستقيمو خبرو مسئله راخستې او ليکلي، چې امريکا پدې برخه کې خپلې هڅې چټکې کړي دي.
ورځپاڼې ليکلي، امريکا هيله منده ده، چې د روان کال په جولاي کې له افغانستان څخه د ځواکونو د تدريجې ويستلو تر نيټې پورې به پدې هڅو کې پرمختګونه ولري.
د ورځپاڼې په وينا امريکا او لويديځ دولتونه په افغانستان کې د روان جنګ څخه د ملاتړ د کميدو له کبله اوس دې ته غاړه ايښې، چې د ولسمشرکرزي لخوا له طالبانو سره د پخلاينې د بهير ملاتړ وکړي.
ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بيا د امريکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې تر ډيره د طالبانو غوښتنو ته کتنه کړې، چې د ورځپاڼې په وينا امريکايي لورې ته سپارل شوي دي.
د ورځپاڼې په وينا د طالبانو په شرايطو کې ددوي د شاوخوا شلو بندي مشرانو خوشې کول او په حکومت کې دوي ته د يوې ځآنګړې ونډې ورکول شامل دي.
ورځپاڼې ليکلي، که څه هم پدې خبرو کې د کويټې د شورا مهم غړي شامل دي، خو د حقاني شبکې ته پکې د ګډون بلنه نده ورکړل شوې.

هيواد دولتي ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ غټ سرليک د ولسمشر کرزي او د بريتانيې د پوځ د مشر ترمنځ ليدنې ته ځانګړې کړې.

ورځپاڼه ليکي، چې ولسمشر کرزي پدې خبرو کې په افغانستان کې د سولې په روان بهير خبرې وکړې او د هغې د بريا لپاره يي په ګډې همکارۍ ټينګار وکړ.

Copyright Larawbar 2007-2024