په جلال آباد کی د بس چاودنی لس کسان ووژل
اسوشیټیډ پریس راپور ورکوی چی نن مازیګر په جلال آباد کی پر هغه بس بمی حمله وسوه چی پولیس افسران یې د پولیسو اکاډیمۍ ته رسول .
راپور وایی چی په دې بمی حمله کی لږ تر لږه لس کسان وژل سوي او شل نور هم زخمیان دي چی د ځینو روغتیایی حالت ډیر خراب دی او ښایی د مړو تعداد نور هم ډیر سی .
راپور زیاتوی چی تر اوسه دا ښه معلومه نه ده چی موټر پر ماین برابر سو او که چا په ځان پوری بم تړلی او موټر یې چاودلی دی .