د امریکا سره د خبرو اترو په هکله د طالبانو غبرګون

ډاکټر نثار احمد صمد | مې 18th, 2011


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته څرګنده کړې چی د غربی استعمار د مبلغینو لخوا په بې اساسه ډول ادعا سوې چی موږ ګواکی د امریکایانو سره په خبرو اترو لیګا یو او یا مو هم په کوم هېواد کی ګواکی د دفتر پرانیستلو غوښتنه کړې ده .
ذبیح الله مجاهد وویل چی موږ دا پوچ تبلیغات په کلکه ردوو او هغه د خلکو په زړونو کی د طالبانو د تګلارې په هکله د شکونو او شبهاتو د پیدا کولو ناکامه هڅه بولو . مجاهد وایی چی نه موږ د امریکایانو سره خبری کړي او نه مو هم په قطر یا بل هېواد کی دفتر غوښتی ، بلکی نیم افغانستان زموږ په کنټرول کی دی او ځکه نو زموږ آدرس پوره معلوم او واضح دی .
مجاهد زیاتوی چی دا تبلیغات د هغوی د ضعف او تزلزل ښکارندویی کوی او دا ثابتوی چی هغوی ګټونکي نه بلکی بایلونکي دي او د جنګ له میدانه خپل تښتېدونکي ملګري راټینګوی .
مجاهد په پای کی وایی چی زموږ مقاومت د څوکۍ یا مقام ، دنیاوی امتیازاتو او یا هم د بهرنیو تر اشغال لاندی د ارام ژوندانه د تیرولو لپاره نه بلکی د وطن د آزادۍ او اسلامی نظام د ټینګښت لپاره دی او د همدغسی هدف تر تحقق پوری به مو مقاومت جاری وی .

Copyright Larawbar 2007-2024