کور / رسنۍ / دعوت ۲۲۸ مه ګڼه خپره او له چاپه راووته

دعوت ۲۲۸ مه ګڼه خپره او له چاپه راووته

د دعوت د ملي او خپلواکې پښتو خپرونې وروستۍ پرله پسې ۲۲۸مه ګڼه په ۱۶ مخونو کې چاپ او خپره شوه چې په لاندې سرلېکنو ښکلې شوې ده.
• رښتيني پهلوان – ډاکټر محمد فريد بزګر
• د طالبانو د اعلاميې هر کلي او يوه هيله ! – احمد شاه امين
• افغانستان کې بيلتونه پالنه – لومړۍ برخه – غلام جيلاني ځواک
• شتمني، ټوليزه شتمني، ملي شتمني – عبدالغفور لېوال
• تروريزم دولتي – استاد دوکتور ع. روستار تره کي
• د )ځينو( پښتنو ليکوالو په ټيټه سويه افسوس پکار دي – ځواکمن
• ژب سياست او ژب پلان – دريمه برخه – ډاکټر رحمت ربي زيرکيار
• ډي پي اې: قومي کړکيچ مزارشريف ته خطر پيښ کړي
• زه د افغانستان شهزاده يم – مطيع الله عابد
• ملي اتله – رحمت آريا
د وريښمو کاروان
• خمار – نادرشاه
• ټک و ټوک – امرالدين سرحد
• غزل – ډاکټر حسن
• نيتونه – تواب ترابي
• ټوکې – اسدافغان
• ملامت خپله يو
انګليسي برخه:
Manifest Hypocrisy… The nobel Peace Prize by Bruce G. Richardson

د دعوت د دې ګڼې سرليکنه کې لولو:
درې لسيزې جنګ،دسيسې، پښتانه او پوهه !!!

د هېواد د وروستيو څه باندې درې لسيزو تاريخ د وينو، وژنو، ورانيو، جګړو، جهادونو، مهاجرتونو، غلامۍ، سرښندنو، شهادت، ميړانې، وطنپلورنې او…. کلونه دي. دا په دې مانا چې افغانانو پهخپل وجود دا هر څه لمس کړل، دا هر څه يې وليدل او د دې هر څه قرباني شول.
د ازادۍ پتنګان د خپلواکۍ دښمنان شول او د ناموس ساتونکي د ناموس دښمنان، د ولسواکۍ استازي د دموکراسۍ د دښمنانو دنده خپله کړه او….
د سولې راوستونکي او د ترهګرۍ دښمنانان پخپله تر ټولو ستر ترهګر شول او…..
خبره اوږده سر يي يو چې ټول د افغان ولس او په ځانګړي ډول د پښتون ولس په دښمنۍ يو تر بله مخکې شول او هيچا پر دې ولس رحم ونه کړ.
چا د اسلام په نوم حلال کړل او بل د ولسواکۍ او د بشر د حقونو په نامه.
د دعوت په تيره ګڼه کې مو د افغانانو په ځانګړي ډول د پښتنو په يووالي زور واچاوه او په دې ګڼه کې پوښتو چې: ايا موږ غواړو چې د سيالانو سره سيال پاتې شو؟ که جواب مو هو وي په څه ډول؟
اوسنۍ نړۍ چې ورځ تر بلې يې مزې ورکيږي او د نړۍ ولسونه يو بل سره نژدې کيږي په دې مانا که د افغانستان په يوه کونج کې څه پيښه وشي نړۍ ډيره ژر خبريږي او په همدې ډول د نورې نړۍ اقتصادي نژديوالي د دې سبب شوي چې په يوه هېواد کې اقتصادي او سياسي بحران طبعا نور تر خپل اغيز لاندې راولي او خپل تاثير پرې شيندي. که ځان پوه نه کړو د نړۍ او هيوادني کاروان دواړو به دير وروسته پاتي شو چې اوس يې هم نښې نښانې د کور دننه او بهر ښکاره شوي دي.
پښتانه بيا هم په هر ډګر کې وروسته دي هم د نړۍ د نورو قومونو سره په پرتله کې او د هم د خپل هېواد د نورو قومونو او لږه کيو په وړاندې
څه بايد وکړو؟
ايا يوازې په جنګ جګړو موږ کولاي شو خپل ولس هوسا کړو؟
که جواب هو وي پښتانه د درې لسيزو د جګړو هم کونکي او هم قرباني دي او بيا هم جګړه په هماغه شدت او بيرحمه ډول سره روانه ده.
نو څه بايد وکړو؟
د تيرې ګنې په سرليکنه کې مې هم يادونه وکړه يووالي د برياليتوب راز دي او ورپسې علم او پوهه ده چې د ولسونو برياليتوب، پرمختګ او عزت پکې پروت دي
نو راځۍ چې تر خپله وسه په خپلو اولادونو، ورونو خويندو او هر پښتون ماشوم ته د زده کړې زمينه برابره کړو او هيڅوک پرينږدو چې دا روا حق د پښتنو نه واخلي
که نه سبا او راتلونکې به مو د نورو په غلامۍ او جنګ جګړو کې تيره شي. شاعر وايي:

پاڅه د تيارو پر کور غم ووېشهلمر پر څراغونو د چم ووېشه
باب د سړيتوب د کتاب پرانيزهتوري ټولوه او قلم ووېشه….
خوشحال بابا ويلي :
هره چاره د پښتون تر مغل ښه دهکه په پوهه پښتانه واي څه هوښيار
زه د ګران سايل صاحب په لاندې وينا خپلې خبرې بيا لنډوم
بيا وهم پتري سايل په خپل توټې ټوتې کچکول
خير د پښتنو نه د پښتو له پاره غواړمه
د دعوت پوستي پته:
Dawat, P.O.Box 289, 2001 Lillestrom, Norway tel. +47-63844384 mobil. +47-90856195
د دعوت د بريښناليک پته:
dawatmedia@gmail.com
د دعوت د انترنت پته:
www.dawat.no

يادونه: د دعوت خپرونه اوس د پخوا په څير وړيا نه ليږل کيږي او يوازې هغوۍ ته استول کيږي چې د دعوت ګډونکونکي وي. په خپل ګډون سره د عوتهميشني لوستونکي شۍ.
خپله د ګډون ونډه د پوست او هم د بانک د لارې د دعوت په پته راليږلي شۍ
د دعوت بله ګڼه د چاپ لاندې ده.
هغوۍ چې کله هم د دعوت خپرونه نه وي ليدلي او د لومړي ځل له يې پاره غواړۍ چې ويي ولولۍ تاسو ته يوه ګڼه په وړيا ډول درليږل کيږي خپله پوستي پته د بريښناليک له لارې ژر تر ژره موږ ته راوليږۍ دعوت به تاسو ته ستاسو په پوستي پته دروليږل شي بيا ستاسو خوښه چې ګډون کوۍ او نه.
دا وړانديز يوازې د دعوت نوو مينه والو ته دي.

په پښتونخوا کې د دعوت مينه وال د پيښور په خيبر بازار کې د مکتبه سرحد نه کولاي شي دعوت لاس ته راوړي