د اسامه تر مړینی وروسته ۱۳ امریکایان وژل سوي دي
پنتاګون په خپل تازه راپور کی وایی چی د مې د دوهمی څخه را په دې خوا ( یعنی د اسامه بن لادن تر مړینی وروسته ) دیارلس امریکایی پوځیان په افغانستان کی وژل سوي دي .
پنتاګون وایی وړمه ورځ چی کوم څلور بهرني پوځیان په جنوب کی ماین الوزولي وو ، هغوی د امریکا د هوایی ځواک پوځیان وو چی په زابل ولایت چی وژل سوي وو .
سیاسی شنونکي وایی چی د مې تر دوهمی نېټې وروسته د بهرنیو خصوصأ امریکایی پوځیانو تلفات نور نو هیڅ مشروعیت نه لری او ناحقه خپل ژوند بایلی .