کور / اسلامي / د خوب او خوب لیدولو راز- ۱۹ برخه

د خوب او خوب لیدولو راز- ۱۹ برخه

د خوب تشخیصول

۱-خوب لیدونکی لومړی باید خپل مزاج ته وګوري چې آیا هغه په اعتدال کې  دی  اود اخلاطو غلبه نه لري
۲-بیا وګوری دا خوب  د هغه په ژوند کې سابقه لري که نوی دی   او آیا نفسیات او خیالات  په کښي شامل دی که یا
۳-بیا  وګوری چې آیا  دا خوب  هغه  منکراتو ته هڅو ی که نه ؟ آیا دا  خوب  د پریشانی لامل کرځي  یانه  ؟او آیا  شیطانی وسوسې لري  که نه ؟
که له  دې پړاونو تیر شو بیا باید خوب مانا شي


د رحمانی او پریښانه خوبونو توپير
 دډیرو خوبونه مانا یا تعبیر  ته په قرانکریم کې نغوته شوې ده چې دهغه لست په « دارالسلام» او «بحارالانوار» په ۱۴ ټوک کې راغلی دی لکه:
که په خوب کې اذان لیدل  د حج کولو مانا لري «وَ اَذّنْ فِى النّاسِ بِالْحَجِّ»
که ښه سړی په خوب کې رسۍ وویني  دهغه مانا عهد دی.«وَ اعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللّه»
 دی « كَاَنَّهُمْ خُشُبٌ مُسَنَّدَةٌ»  وچ لرګی په خوب کې لیدل  د نفاق په مانا
  » ډبره په خوب کې لیدل  د  کلک زیری توب یا بی رحمی  په مانا دی : «فَهِىَ كَالْحِجارَةِ
د مړی غوښه خوړل په خوب کې د د غیبت په مانا ده 


«اَيُحِبُّ اَحَدُكُمْ اَنْ يَاءكُلَ لَحْمَ اَخيهِ مَيْتا … »
په خوب کې د ډوډۍ لیدل د نعمت او برکت په  مانا دی ، ډوډۍ خوړل  د رزق  دفراخی په مانا ده
 د وچي  دوډۍ خوړل د روزی د  تنګوالی مانا لري،  تازه او توده ډوډۍ د عیش ، خوشالی او لذت مانا لري ،چا ته  ډوډۍ په خوب کې ورکول  نعمت ورکول او د خدمت کولو مانا لري
 خو دډوډۍ ډول او کیفیت ددې  نعمت او خدمت اندازه تعینوي .
توده  ډوډۍ او د غنمو ډوډۍ په خوب لیدل ښه ده ، اوربښينه  ډوډۍ د تنګ نظری په مانا ده  ،که چا ستاسو له مخه یا ستاسو له لاسه ډوډۍ واخیسته دا  ستاسو دحق  دسلبولو مانا لري



 د خوب لیدولو احکام
د عالم خوب د جاهل تر خوب ښه دی ، د مومن خوب د فاسق  تر خوب ښه دی ،د سړی خوب  د ښځو له  خوبه ښه دی،د شتمن خوب دفقیر  تر خوب ښه دی،دسهار لمانځه ته نژدی خوب  تر بل وخت د خوبو ښه  دی ، والله اعلم


د یوسف (ع) د خوب تعبیر


 لومړی څپرکی : په خوب کې د اسمانی شیانو،  پيغامبرانو ، امامانو، او ملایکو لیدل
په خوب کې د پيغامبرانو او امامانو لیدل  د دین او دنیا  دښه کیدو مانا لري
په خوب کې دملایکو لیدل حج  ته تلل مانا لري
په خوب کې د پل صراط  لیدل  د پاچاه د هغه  هیرول مانا لري
په خوب کې لمر، سپوږمۍ ، او ستوری  لیدل   د کورنی غړي مانا لري
په خوب کې د عزرایل لیدل د عمر ډیروالی مانا لري
په خوب کې دروح د قبض لیدل له ګناه توبه کول مانا لري
په خوب کې د امام لیدل  دخیر او صلاح مانا لري
په خوب کې د پيغامبر لیدل د دولت مانا لري
په خوب کې د جنت لیدل مقصد ته رسیدل مانا لري
په خوب کې د دوږخ لیدل دګناه توبه کول مانا لري
په خوب کې د ا سمان لیدل  د روزي فراخي مانا لري
په خوب کې د قیامت لیدل عدل راتلل مانا لري
په خوب کې د حج لیدل واده مانا لري
په خوب کې پټ لمر ته کتل  له حکومت څخه ګټه لیدل مانا لري
په خوب کې د سپوږمۍ لیدل له لویانو  څخه خوشالی لیدل مانا لري
په خوب کې له اسمانه لویدل له  مقامه لوېیدل مانا لري
په خوب کې شیخ کیدل له خپلې میرمنی جلا کیدل مانا لري
په خوب کې د شیطان لیدل په دین کې خلل مانا لري
په خوب کې اسمان لیدل  قدرت او بری مانا لري


دویم څپرکی: په خوب کې د قران لیدل  او  ویل د علم زده کړه، امامت ، جماعت او قضاوت
په خوب کې د اذان لیدل او اقامه او لمنځ  کول د دین قوی کیدل مانا لري ،د لیدونکی حرمت ډیریږي او بدن يې له پلیدي پاکیږي.
په خوب کې د علم زدکړه لیدل دثواب  دکار مانا لري
په خوب کې امامت کول ،پر یو کام یا ډیرو خلکو لوی سړی کیدل ، قاضی کیدل  ،خلکو ته سمه لاره ښوول مانا لري
په خوب کې کعبی ته تګ لیدل سلامتی او ایمنی مانا لري
په خوب کې لمونځ کول خدای ته نژدی کیدل مانا لري
په خوب کې مسجد ته تګ لیدل  دښه خبر مانا لري
په خوب کې د مسجد لیدل د دولت مانا لري
په خوب کې د لمانځه لیدل  دکاروبار ښه کیدل مانا لري
په خوب کې په جنګ او دشمنی کې ځان لیدل باید له دشمن سره احتیاط وکړي او دچا غیب ونه کړې چي ضرر ورته  ونه رسیږي


دریم څپرکی: دجواهراتو لیدل
 په خوب کې طلا لیدل دنیاوی کارونه يي ښه کیدل مانا لري
 په خوب کې دزرو د تراشیدو ټوټې لیدل  د روغتیا مانا لري
 د زوی مانا هم لري   په خوب کې ګوتمۍ لیدل د عزت اومقام مانا لري
 مانا لري  په خوب کې د جواهراتو لیدل دډیري ګټې لاس ته راوړل
 په خوب کې دکوټو ، وسپنې او پیتل لیدل په دنیا کي ښه ګټه مانا لري
په خوب کې د تورې ، خنجر ، چاړې  او وسلې لیدل د هغه د قوت مانا لري
په خوب کې دسپینو زر یا فیرورې ګوتمۍ لیدل  د خلکومهربانی مانا لري
په خوب کې د وسپنی لیدل قوت اوبری مانا لري
نوربیا