کندهار : سخت امنيتي تدابير نيول سوي

عطاالله محمدي | مې 19th, 2011


په کندهار ښار او ښار ته ټولي اړوندي راغلي لاري د پوليسو د لوري نيول سوي او د پخوا په پرتله ځاى ځاى ډيري تلاښۍ کيږي . په ښار کي دننه هم د هغي ورځي راهيسي چي د کندهار پر دولتي ودانيو پکښي سخت بريدونه وسول تر پخوا پوليس ډېر ښکاري خو نن ورځ يې تر نورو ورځو کچه ډېر ده . پر څلورلارو ملي اردو او عامه نظم ښکاري او تلاښۍ کوي او په کوڅو کي ملي پوليس.
طالبانو چارواکو ته خبر ورکړى چي د بدر په نوم يې پسرلني عمليات پيل کړي او پر امنيتي چارواکو او اړونده کسانو به پکښي بريدونه کوي . نوموړو د کندهار تر ټولو وروستى بريد د بدر په نامه د عملياتو يوه برخه وبلله او چارواکو ته خبر ورکړ چي ښار ته يې سل تنه په دې موخه چي پر امنيتي ودانيو او چارواکو بريدونه ترسره کړي ننيستلي .

Copyright Larawbar 2007-2024