ورځپاڼو ته کتنه

عطاالله محمدي | مې 21st, 2011


په کابل کې خپريدونکو ورځپاڼو نن خپل مهم سرليکونه په پکتيا ولايت کې د سړک جوړولو د يو شرکت د کارکوونکو وژنې ته ځانګړې کړي.
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې په يو تفصيلي مطلب کې د پکتيا د وزې ځدراڼ په ولسوالۍ کې د سړګ جوړونې د شرکت د کار کوونکو د وژلو يو انځور وړاندې کړي.
ورځپاڼه ليکي، چې د سړک جوړولو د شرکت دې کارګرانو، چې د عزيزانو په وير او ماتم يې د ګرديز روغتون انګړ په خپل سر اخستې وو د خپلې غلط فهمۍ قرباني شول.
د ورځپاڼې په وينا دوي فکر کاوه، چې دوي په جګړه کې ښکيل نه دي او وسله وال مخالفين به هم له دوي سره کوم کار نه لري.
د دوي په فکر دوي د بيارغونې په يو داسې کار بوخت وو، چې د وسله والو مخالفينو عزيزان هم ترې ګټه پورته کولي شي.
خو ورځپاڼه ليکي، چې دا هر څه د دوي د تصور په خلاف پيښ شول او وسله والو پر دوي په خپله حمله کې له دېرشو زيات کارګران ووژل.
ورځپاڼې په خپل وروستي تحليل کې دا د اسامه بن لادن د غچ اخستلو يوه هڅه بللي، خو پوښتلي، چې دا غچ له چا واخستل شو؟
ويسا خپلواکې ورځپاڼې د دې پيښې په اړه په يو مطلب کې دا انتقاد کړي، چې د سړک جوړولو په دغه شرکت د جوړ شوي ناتار په مهال بهرنيو ځواکونو څه کول؟
د ورځپاڼې په وينا د دغه شرکت کارکوونکو د څو ساعتو لپاره له حمله کوونکو سره مقاومت وکړ او په دې ترڅ کې له کورنيو او بهرنيو ځواکونو څخه مرسته وغوښتله.
د ورځپاڼې په وينا کورني ځواکونه خو تل د وسايلو له نشتوالي سر ټکوي، خو که بهرني ځواکونه په داسې مواقعو کې مرسته نه شي کولي، نو د دوي د موجوديت معني به څه ده؟
ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې د دې پيښې په اړه د افغان ولسمشر غبرګون راخستي، چې ويلي يې دي، وسله وال مخالفين غواړي، چې افغانستان د تل لپاره د پرديو محتاج وي.
د ورځپاڼې په وينا دې پيښې ولسمشر ډير خواشينې کړي او ويلي يې دي، چې وسله والو مخالفينو په دې عمل سره يو ځلې بيا دا ثابته کړه، چې د هيواد د ترقۍ او پرمختګ دښمنان دي.
هيواد دولتي ورځپاڼې هم د سړک جوړونې د شرکت د کارګرانو وژل د بيارغونې له روان بهير سره دښمني ده.
ورځپاڼې که څه هم دا ډاډ څرګند کړې، چې دا ډول بزدلانه حملې به د بيارغونې او ابادي لپاره د افغانانو اراده زيانمنه نه کړي، خو په ورته وخت کې له امينتي ادارو غوښتي، چې د داسې پروژو لپاره غوره امنيتي تدابير ونيسي.
هيواد له خلکو هم غوښتي، چې د بيارغونې د پروژو د امنيت په ساتلو کې فعاله برخه واخلي او پرې نږدي، چې دښمنان په خپلو حملو سره دا بهير زيانمن کړي.
د القاعده نوي تشکيلات او د سپټمبر په حمله کې د ايران د ښکتيا په اړه نوي پرمختګونه هم د کابل چاپ ورځپاڼو په نننيو ګڼو کې راخستل شوي.
ويسا په خپل لومړي مخ کې ليکلي، چې سيف العادل مصري به د اسامه لنډ مهاله ځاي ناستې وي او ايمن الظواهري به د پخوا په شان د پوځي چارو سرپرستي کوي.
خو ورځپاڼې ليکلي، چې ممکن په راتلونکې کې د القاعده مشري حمزه يمني ته ورکړاي شي او د رهبرۍ په تشکيلاتو کې بدلون راوستلي شي.
ملي ارمان بيا په يو مطلب کې ليکلي، چې ايران د سپټبمر د يولسمې د حملو په اړه له مخکې خبر و او د دې حملې په پلانولو کې مهم رول درلود.
ورځپاڼه ليکي، چې په دې حمله کې د ايران د ښکتيا په اړه اسناد، چې د ايران د دوو استخباراتي مامورينو له خوا برابر شوي په امريکا کې د منهاټن محکمې ته سپارل شوي

Copyright Larawbar 2007-2024