پکتيا: د ځوانانو د همږغۍ دغونډي راپور

د لراوبر اداره | مې 19th, 2011


پکتيا : دميرزکې په ولسوالۍ کې دځوانانو دهمغږۍ غوڼده جوړه شوه
هغه غوڼده چې نن دپکتیا ولايت دمېرزکې په ولسوالۍ کې دپکتيا ولايت دځوانانوچاروآمريت دځوانانوداړيکواومعلوماتوله خوا جوړه شوې وه ديادې ولسوالۍ ځوانان ، مدني ټولنواستازو ، قومي مشرانو، دینی عالمانو  او ورزشکارانوګډون کړی وو. وروسته له هغه چي د پاک کلام څو مبارک ایاتونه تلاوت شول .


دپکتیا ولايت دځوانانوچاروآمريت آړونده دځوانانوداړيکواومعلوماتومرکزمسوول سيدجمال الدین  آصف خیل وينا واوروله ده وويل:ډېرخوښ يم چې دمېرزکې ولسوالۍ دځوانانو عالی شورا له غړو سره لېده کاته کوم ده زياته کړه د ځوانانو عالي شورا د ځوانانو د ستونزو د حلولو په موخه جوړه شوې ده  موږ په دې هڅه كې يوچې  دځوانانود ذهنونو دلوړولو په موخه ډېرى پروګرامونه پلي كړوچې هغه دانګليسي  ژبې زده كول ، پروپوزل جوړونې ، دورزشكارانولپاره دسپورت په برخه كې مرسته كول اوداسې نورپروګرامونه چې په لنډوخت كې به پلي شي .



نوموړي د ځوانانو د عالي شورا پر موخو او جوړښت خبرې وکړې. ده له دولت اونړيوالې ټولنې وغوښتل چې دځوانانولپاره په پكتياكې خپلې مرستې نورې هم وغځوي ترڅودهغوځوانانوستونزې حل كړشي كوم چې په نېشه يي توكو روږدي دي اوياهم بې کارۍ سره لاس اوګرېوان دي.



همدارنګه غونډې ته مولوي عبدالرحمان د اسلام له نظره د ځوانانو او ماشومانو پر حقونو او نظیرګل د سیمو د ځوانانو په استازیتوب د ځوانانو چارو آمریت ته د هر راز مرستو ژمنه وکړه د یونیسف په مالي مرسته دغه ورکشاپ او د همغږۍ غونډه  سهار ۸ بجې پیل او مازدیګر درې بجې پاتې ته ورسیده . پاتې دې نه وي چې د يادې ولسوالۍ ځوانانو سره د یوه اندازه سپورتي وسایلو مرسته هم وشوه .

Copyright Larawbar 2007-2024