لوګر: ناپيژاندو وسله والو د يو ښوونځی مدير وژلی دی

د لراوبر اداره | مې 23rd, 2011


د ښووني او روزني وزارت لخوا په خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي چي نن غرمه ۱۲:۳۰ بجې د لوګر ولايت د پورک لېسې مدير غلام نبي د ناڅرګندو کسانو لخوا وژل سوی او زوی یې زخمي سوی دی .


د پېښي په تور څوک نه دی نيول سوی د نوموړي د وژني پړه هم چا پر غاړه نه ده اخستې ، د پوهني وزارت پېښه غندلې ده او وايي په سيمه کي يې د امنيتي اداروڅخه غوښتي چي د پېښي په اړه پلټني وکړي او قاتل د قانون منګولو ته وسپاري .

Copyright Larawbar 2007-2024