ننګرهار:د دريو ښوونځيو ودانۍ پرانستل شوی

د لراوبر اداره | مې 23rd, 2011


 د ننګرهار ولايت: د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ د برکوټ لومړنۍ ښوونځي، د مومند دری ولسوالۍ د ذکورو لیسي او د بهسود ولسوالۍ د محمدی صاحب زاده لیسي نوى ودانۍ د نوموړي ولايت د پوهنې رئيس لخوا په داسى حال كې چې د دولتي ادارو يو شمير مسوولینو، د سيمې قومي مشرانو، استادانو او شاګردانو ګډون درلود پرانستل شوی.
د برکوټ ښوونځي ودانۍپه پا خه او اساسي ډول په يوه پوړکې د ۳۲ زره امریکایی ډالرو په مجموعي لګښت د پوهنې وزارت د پرمختیایی بودجي څخه د یو کال په موده کې جوړه شوی، چې ۴ درسي ټولګي، ۲ اداري خونۍ، د زده کوونکو لپاره میز او چوکۍ او نور ضروري ملحقات لری.
د مومند دری ولسوالی د ذکورو لیسي ودانۍپه پا خه او اساسي ډول په دوو پوړنوکې د ۱۷۹ زره امریکایی ډالرو په مجموعي لګښت د ولایتی بیا رغوني تیم په مالی مرسته د ۶ میاشتو په موده کې جوړه شوی، چې ۱۶ درسي ټولګي، ۸ اداري خونۍ، د زده کوونکو لپاره میز او چوکۍ او نور ضروري ملحقات لری.
د محمدی صاحب زاده لیسي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په يوه پوړکې د ۶۲ زره امریکایی ډالرو په مجموعي لګښت د پوهنې وزارت د پرمختیایی بودجي څخه د یو کال په موده کې جوړه شوی، چې ۴ درسي ټولګي، ۲ اداري خونۍ، د زده کوونکو لپاره میز او چوکۍ او نور ضروري ملحقات لری.
د يادونې وړ ده چې د يادشويو ودانیو په جوړولو سره د نوموړو ښوونځيو د زده كوونكو ستونزه د درسي ټولګيو د نشت والي له امله حل شى.

Copyright Larawbar 2007-2024