کور / تازه خبرونه / زابل: د نوو ښوونکو د استخدام په موخه ازاده سيالي ترسره سوه

زابل: د نوو ښوونکو د استخدام په موخه ازاده سيالي ترسره سوه

د زابل ولایت: د زابل ولایت د پوهنې ریاست په تالارکې ۴۳ تنو د دولسمو ټولګیو فارغانو د نوموړي ولايت د پوهنې رياست په اړوندو ښوونځیو كي د ښوونکو په حیث د آزموينې په يوه سيالۍ كې برخه واخيسته، بریالي کسان به د آزموينې د پایلو څخه وروسته د زابل ولایت د مرکز او شاه جوی ولسوالی په ښوونځیو کې د رسمی ښوونکو په حيث په دندو وګمارل شي.
د يادونې وړ ده چې د پوهنې وزارت روان تعليمي كال ته تعلیم د ټولو لپاره په هر مکان په هر زمان کې نوم وركړي او هڅه كوي په هيواد كې د ښوونې او روزنې روان بهير د كيفيت له مخې هم غښتلى كړي چې په ښوونځيوكې د تدريس كولو په موخه يې د دا ډول آزادو سياليو ترسره كيدل يې يوه برخه ګڼلاى شو.